تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۹ مه) څو سرچینو تاند ته وویل چې طالبانو د ولسي جرګې پخوانی غړی رمضان بشردوست نیولی دی.
بشردوست د پخواني جمهوري نظام له پرزېدو وروسته په کابل کې پاتې شو. نوموړی د جمهوري حکومت د چارواکو سخت منتقد و.
تراوسه څرګنده نه ده چې طالبانو بشردوست ولې نیولی خو نوموړي په وروستیو کې په ځینو مواردو کې پر طالبانو نیوکې کړې وې او ګومان یې کاوه چې د جمهوري نظام د مهال په شان به بیا هم څوک ورته څه نه وايي.
که څه هم طالبانو تراوسه پورې رسماً د بشردوست نیونه تایید یا رد کړې نه ده خو دې ته په پام چې بشردوست روانه اوونۍ د ښځو خلاف د طالبانو پالیسي غندلې وه، ګومان کېږي چې د نوموړي د نیول کېدو ادعا به حقیقت ولري.
اکثره منور افغانان د ښځو د کار او تعلیم خلاف د طالبانو د تګلارو مخالف دي او له هغوی غواړي چې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
خو یو شمېر طالب مشران وايي چې د دوی ځینې کلیوال او بدوي مشران د ښځو د تعلیم او کار مخالف دي.
د طالبانو حکومت بیا رسماً وايي چې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار مخالفت یې نه دی کړی خو تر بلې خبرتیا پورې یې د ښځو کار او د نجونو زده کړې ځنډولې دي.