تاند- وسله والو طالبانو د سولې د ولسي حرکت څلور غړي، چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې سیمې ته د سولې د پیغام رسولو لپاره تللي وو، یرغمل کړي دي.

د سولې د ولسي حرکت د عامه اړیکو مسوول باچاخان مولاداد تایید کړه چې د دوی د حرکت څلور غړي طالبانو نیولي او نامعلوم ځای ته بیولي دي.

ده دا هم وویل چې طالبانو د سولې د ولسي حرکت له مشر اقبال خیبر او ویاند بسم الله وطدوست څخه غوښتي چې دوی ته ورشي.

دې ډلې د سولې د ولسي حرکت د هلمند د څانګې مشر غلام سرور او حاجي فرهاد عادل ته هم خبر ورکړی چې ورشي.

د سولې د ولسي حرکت ۳۰ غړي څلور ورځې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې موسي کلا ولسوالي ته لاړل چې له طالبانو سره د سولې پر امکاناتو خبرې وکړي.

د دې حرکت غړيو تر دې وړاندې کابل، د هیواد شمال او ګڼو نورو سیمو ته پلی لاریون کړی او له ټولو ښکېلو خواوو یې غوښتي چې اوربند وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ