وسله والو طالبانو په قطر كې خپل دفتر تړلى او ويلي يې دي چې دفتر يې د افغان حكومت او امريكا د وروستيو نيوكو په غبرګون كې تړلى، خو د چارو يو شمېر شنونكي وايي چې وسله والو طالبانو په قطر كې خپل دفتر د پاكستان په غوښتنه تړلى دى.

ياد دفتر د جون د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سولې د خبرو لپاره پرانستل شو، خو د طالبانو له خوا پر دغه دفتر د بيرغ ځړول او د لوحې پر نصبېدو افغان حكومت اعتراض وكړ.

ولسمشر حامد كرزي د قطر دفتر يوه سياسي دسيسه وبلله او پر امريكا يې نيوكه وكړه چې د سولې په اړه شوې ژمنې يې  تر پښو لاندې كړي او له همدې كبله يې له امريكا سره پر امنيتي تړون هم د څلورم پړاو خبرې وځنډولې.

شنونكي په دې باور دي چې د قطر دفتر واقعاً د سولې په خاطر نه، بلكې د امريكا، طالبانو او افغان حكومت د شخصي ګټو لپاره د افغان ولس په سترګو كې د خاورو اچولو په هدف  رامنځته شوى و او بېرته د پاكستان په غوښتنه وتړل شو.

د سياسي چارو شنونكى عبدالحميد مبارز وايي چې وسله والو طالبانو د پاكستان په غوښتنه په قطر كې پرانستل شوى دفتر تړلى دى .

نوموړى وايي يوه پاكستاني سناتور چې د پاكستان د بهرنيو اړيكو په كميسيون كې دى، اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، كه طالبان د سولې په پروسه كې شامل شي او په افغانستان كې يو مشترك حكومت جوړشي، نو په دې سره به قبايلي سيمې له پاكستانه بېلې شي:((پاكستاني طالبان چې د بيت الله مسعود ډلې د مشرانو له خوا رهبري كيږي، زيات شمېر يې د قبايلي سيمو اوسېدونكي دي او  زما په نظر دوى له افغاني  طالبانو سره ښې اړيكې لري، نو په دې برخه كې د پاكستان اندېښنه دا ده چې هسې نه د قطر دفتر د افغانستان د ثبات او د افغانانو د يو كېدو او د پاكستان د وېشل كېدو سبب وګرځي، نو همدا و چې د پاكستان په غوښتنه طالبان د قطر له دفتره پر شا شول.))

د چارو يو شمېر نور شنونكي وايي چې د قطر دفتر د ښكېلو اړخونو د شخصي ګټو د تحقق پراساس جوړ شوى و او تر پرانستلو يې تړل ګټور دي.

د سياسي چارو شنونكى استاد حبيب الله رفيع وايي، كه واقعاً دغه دفتر د افغانستان د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره جوړ شوى واى او د ټولو اړخونو له خوا مخلصانه غږ پورته شوى واى، د سولې لپاره به ضرور يوه مثبته  پايله ترې راوتله:(( د قطر په دفتر كې امريكا خپل هدف درلود، طالبانو خپل هدف درلود او د افغانستان حكومت ځانګړې غوښتنه درلوده، نو په دې اساس د افغانسان په مساله كې د مثلثو اړخونو  بې اتفاقي د قطر د دفتر د بندېدو سبب وګرځيده.))

ښاغلي رفيع زياته كړه، چې په ښكېلو اړخونو كې يو اړخ يې هم سولې ته ژمن نه و،  طالبانو هڅه كوله چې د قطر د دفتر له لارې خپل سياسي بنديان له ګونتنامو څخه ازاد كړي او امريكا هم دوه هدفونه درلودل چې يو يې د امنيتي تړون د لاسليكولو لپاره پر افغان حكومت فشار واردول او بل يې له طالبانو څخه د خپل بندي سرتيري (بويي برګډال) را ازادول و.

ښاغلي رفيع زياتوي،  د سولې لپاره د سولي عالي شورا د مصلحتونو او د سودا بازۍ لپاره جوړه شوې او ترهغه چې يوه ځانګړى او بې پرې كميسيون رامنځته نه شي او امريكا او نړيواله ټولنه واقعا سوله د افغاستان لپاره درك نه كړي، د سولې راتګ له امكان څخه لرې دى.

بلخوا يو شمير كابل ښاريان وايي طالبانو نه بايد  د سولې د خبرو اترو لپاره د روژې په مباركه مياشت كې د قطر دفتر تړلى واى.

د كابل ښار د پنځمې ناحيې اوسيدونكى غوث الدين اغا وايي،  سوله چې د خداى امر دى او روژه هم د خداى حكم دى له دغو دواړو اوامرو څخه سرغړونه د سترې ګناه د تر سره كولو په معنا ده: ((وسله وال طالبان او افغان حكومت بايد د روژې مياشتې له بركته او دغې مياشتې ته په  احترام د سولې خبرې اترې ژر پيل كړي او په دغه مياشت كې د بې ګناه افغانانو د وينو له تويلو ډډه وكړي.

عام افغانان په داسې مهال له وسله والو طالبانو د روژې په مباركه مياشت كې د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې د بندولو غوښتنه كوي چې تېره ورځ د افغانستان د كورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ ويلي چې د نورو مياشتو په پرتله د روژې په مياشت كې د وسله والو طالبانو په بريدونو كې د عامو خلكو د مرګ ژوبلې كچه لوړه شوې ده.

ښاغلي پتنګ د يكشنبې په ورځ په خبريالانو سره په خبرو كې ويلي چې د روژې د مياشتې له پيله په ورځني ۱۵ بې ګناه افغانان د وسله والو طالبانو په بريدونو كې وژل شوي دي.

نوموړي زياته كړې چې وسله وال طالبان د سولې په خبرو كې د زيات امتياز تر لاسه كولو لپاره خپلو ترهګريزو بريدونو ته زور ور كړى او د افغانانو د روحيې د كمزوري كولو لپاره يې رواني جګړې ته ملا تړلې ده.

ښاغلي پتنګ په خپلو خبرو كې زياته كړې، افغان امنيتي ځواكونه له وسله والو سره د مبارزې لپاره چمتو دي او تر اوسه يې په كابل او نورو ولايتونو كې د وسله والو طالبانو څو بېلابېل بريدونه شنډ كړي دي.

د روژې د مباركې مياشتې له پيلېدو سره افغان ولسمشر حامد كرزي له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وكړه چې په دغه مباركه مياشت كې خپل ترهګريز بريدونه وځنډوي، خو وسله والو طالبانو د افغان ولسمشر ياده غوښتنه رد كړه.

د روژې د مباركې مياشتې په لومړۍ نېته په هرات كې د وسله والو طالبانو د يوه ځاى پر  ځاى شوي ماين له امله د ماشومانو او ښځو  په ګډون ۱۹ عامو افغانانو خپل ژوند له لاسه ور كړ.

3 thoughts on “خدمتګار: طالبانو د پاكستان په غوښتنه د قطر دفتر تړلى”
  1. دایوښکاره حقیقت دی په دی هرڅوک خبردی چی طالبان راغلی دکوم ځای نه وواواوس چیرته دی

  2. طالبان اوس داسي شوي دي لکه د کرايې فاحشه ښځه، چي مشر يې د هر ډول فاحش کار د کولو امر ورته وکړي نو سمدستي هماغه عملي کوي، طالبان چي ځانونه افغانان بولي او د افغانانو د غم خوړلو دروغجني دعوې هم کوي، د پاکستان په غوښتنه باندي هر ناروا عمل ترسره کوي، د بې ګناه افغانانو وژنه او د هغوى قتلِ عام، د عام المنفعت ځايونو تخريب او داسي نور …. د پيسو ګټلو لپاره ډېري نوري لاري هم شته، خو کومه لار چي طالب يې د پيسو ترلاسه کولو لپاره کاروي، د نړۍ د تاريخ ترټولو بده او ناروا لار ده، خو طالبان بايد په دې پوه شي که له دې فاحشتوب څخه لاس وانخلي او سمي ولسي لاري ته را نه شي نو تر اوس به هم زيات شرمنده کيږي او نور به هم ذليل او خوار کيږي، بس دوى ته به موږ يوازي دومره ووايو چي (لعنة الله عليکم والملائکة والناس اجمعين).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *