تاند- د پاکستاني طالبانو تحریک له حکومت سره د خبرو لپاره درې شرطونه ټاکلي دي.
د طالبانو مرکزي شورا د شنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د خپل مرستیال مشر (نایب امیر) شیخ خالد حقاني په مشرۍ په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د پاکستان له حکومت سره د دوی د پلاوي خبرې لومړی باید د شریعت پراساس وي، یعني د شرعي نظام د ټینګولو د څرنګوالي په اړه وي. دوی وايي چې دوهمه غوښتنه یې دا ده چې د پاکستان حکومت دې له قبایلي سیمو څخه خپل غاصب پوځیان وباسي او درېم دا چې د دوی زرګونه بندیان دې خوشي کړي.
د طالبانو سرچینو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې که د دوی دا غوښتنې ونه منل شوې په خبرو اترو کې پرمختګ ته دې هیله نه کېږي.
په همدې حال کې د طالبانو له لوري د پاکستان د حکومت له څلورکسیزې کمېټې سره د خبرو لپاره درې کسیز پلاوي د شنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د طالبانو د شورا له غړیو سره وکتل.
د طالبانو په درې کسیز پلاوي کې مولانا یوسف، پروفیسر ابراهیم او مولانا سمیع الحق شامل دي. د دوی د پلاوي یوه غړي مولانا عبدالعزیز په خبرو کې له ګډونه په دې خاطر استعفا ورکړه چې د پاکستان حکومت نه غواړي چې پر شریعت خبرې وکړي.
د طالبانو درې کسیز پلاوی نن سهار د پاکستان د حکومت په یوهیلي کوپتر کې میرانشاه ته ورسول شو او هلته یې له سیمه ییز دولتي استازي (پولیټکل ایجنټ) سره له کتلو وروسته د طالبانو په لور حرکت وکړ.
ویل شوي چې طالبانو د پلاوي تود هرکلی وکړ.
پاکستان طالبان یی د افغانستان د ورانولو او د افغانانو د وژلو لپاره روزل چی نن پخپله پکی سوزی اوس پاکستان غواړی چی خپل ځان له دغه اوره چی له خپل لمنه یی اخیستی دی خلاص کړی، خو دا خبره باید ومنی چی په افغانستان کی کوم قوتونه او خلکو لاس وهنه کړی دی د الله ج په قهر او غضب اخته شویدی، نو پاکستان باید په لمړی سر کی خپل دوه مخیزه سیاست له منځه یوسی د افغانستان سره دی په ریښتینی ډول او د ښه ګاونډیتوب په اصولو چلند وکړی بیا به له دغه مرض څخه په امان شی
دری کی یو متل دی: نزن در کس به انګشت که نزند درت را به مشت
الله تعالی دی طالبان د پاکستان د حکومت سره دقیامت تر ورځی پوری جوړ نه راولی حدایه ته پاکستان تباه او برباد کړی
شرایط خو یی
بد نه دی ورته ټاکلی، البته دا داسی شرطونه دی چی د پاکستان د حکومت دوه مخیز سیاست نړیوالو ته ښه تره په ډاګه کولی شی، زه په دی یقین لرم چی د پاکستان حکومت دا شرطونه یو هم نه منی خو طالبانو په دی کارسره وکولی شول چی د پاکستان کرغیړن سیاست او دوه مخی پالیسی به نړیوالو ته په ډاګه کړی، او بیا به د پاکستان حکومت د جنګ ملامتی په طالبانو نه شی وراچولی.