تاند- وسله والو طالبانو د ګردېز او لوګر ترمنځ په لویه لاره کې لږترلږه ۲۲ تنه سپرلۍ له موټرو کښته کړي او یرغمل کړي دي.

د پکتیا امنیه قوماندان محمد مندوزي پېښه تایید کړه، ویې ویل چې طالبانو تېره شپه ۲۲ تنه سپرلي برمته کړې ده.

سیمه ییز چارواکي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د تښتول شویو سپرلیو د موندلو لپاره عملیات پیل کړي دي.

امنیه قوماندان مندوزی وايي چې درست تښتول شوي مسافر عام خلک دي او له حکومت یا حکومتي ادارو سره هیڅ راز تړاو نه لري.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا ډله عموماً ناببره لویو لارو ته راوځي او له موټرو څخه سپرلۍ په دې خاطر کښته کوي چې د هغوی په منځ کې پولیس، عسکر یا دولتي مامورین ومومي.

د طالبانو له لوري په وروستیو کې د برمته ګرۍ پېښې زیاتې شوي دي.

تېره میاشت یې په کندهار کې د سړک جوړولو د یوه خصوصي شرکت ۴۳ انجنیران او کارګر وتښتول او پرون یې له هغو څخه ۱۳ تنه خوشي کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *