سرچینو تاند ته ویلي چې طالبانو تېره ورځ د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د پکتیکا ۶ تنه خبریالان له ځان سره تښتولي دي.

ویل کیږي دغه خبریالان زرمت ولسوالۍ ته د یوې موضوع د خبرې پوښښ په خاطر تللي وو چې پرون جمعه طالبانو له همدې ولسوالۍ څخه برمته نیولي دي.

په دغو خبریالانو کې خیرالدین د کلید راډیو خبریال ، عبدالرووف د پښتون غږ خبریال ، جمال الهام د میله راډیو خبریال ، طارق شاه ذکي ، عبدالوهاب ویران او اسدالله صمیم د یاران راډیو خبریالان دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیوو ته څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *