تاند- د پکتیکا د ولایتي ادارې چارواکي او د برمل ولسوالي اوسېدونکي وايي چې طالبانو په دې ولسوالي کې یو کلینیک سوځولی دی.

د پکتیکا د برمل ولسوالي اوسېدونکي او د دې ولایت د عامې روغتیا ريیس وايي چې د شنبې په شپه شاوخوا ۱۱ بجې وسله والو طالبانو د کلینیک په دروازه کې ماین کېښود او بیا یې چاودنه ورکړه.

د پکتیکا د عامې روغتیا رييس اسدالله رسولي په وینا د ماین د چاودنې په نتیجه کې اور ولګېد او ټول کلینیک او وسایل یې وسوځېدل.

رسولي وايي چې د کلینیک ودانۍ ویجاړه شوې، ټول طبي وسایل له منځه تللي او حتي دوه امبولانسونه هم سوځېدلي دي.

په دې پېښه کې د چا د وژل کېدو یا ټپي کېدو راپور نه دی ورکړای شوی.

د پکتیکا چارواکي وايي چې د حمله کوونکو کار له کلینیک سره و نه د هغه له کارکوونکو سره.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویندوی شاه محمود ارین وايي چې تر دې وړاندې طالبانو د برمل د کلینیک کارکوونکو ته د مرګ خبرداری ورکړی و او ورڅخه غوښتي یې و چې په دې مرکز کې له کار کولو لاس واخلي.

ارین وايي، د دې لپاره چې د کلینیک کارکوونکو کار ته دوام ورکړ طالبانو کلینیک ته بم کېښود.

ده ونه ویل چې طالبانو ولې د دغه کلینیک کارکوونکو ته د کار د بندولو خبرداری ورکړی و.

طالبانو هم تراوسه نه ده رد کړې چې دا کار دوی نه دی کړی.

د طالبانو په اړه ویل کېږي چې ځینې یې نه یوازې د ښوونځیو او کلینیکونو په شان د ټولګټو تاسیساتو مخالف نه دي بلکې له نورو طالبانو څخه د هغو ساتنه هم کوي خو ځینې نور یې د پاکستان له لوري په ټاکل شوې کرښه روان دي چې باید په افغانستان کې د تمدن ټولې نښې نښانې له منځه یووړل شي.

6 thoughts on “طالبانو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ کلینیک ویجاړ کړ”
  1. WHY TALIBS BURNING SCHOOL? BECAUSE WANT TO KEEP PEOPLES UNEDUCATED.
    WHY TALIBS BURNING CLINIC&HOSPITAL?BECAUSE; PEOPLES HAVE TO GO FOR TREATMENT&MEDICATION TO PAKISTAN.
    WHY TALIBS DESTROY BRIDGES?;BECAUSE PAKISTAN NEED WATER.
    WHY TALIBS KILLING SMART EDUCATED ACTIVE AFGHAN LEADERS;?
    BECAUSE TO KEEP AFGHANS UNDER POWER. i hope not

    alwayse be great afghanistan with honest sons of afghan force.

  2. تمدن ممدن ئې بلا پسی کلینیک او روغتیائي مرکزونه یوه بشری ستره اړتیا او ضرورت دی
    یو څوک چي روغتیا مرکز ویرانوی مانا لکه د خوړو ګُدام چي سوځی
    د ګُدام سوځېده مانا د خپل وطندار سپارل د لوږی او قحطۍ تورو او بېرحمو منګولو ته مانا د یو انسان د نابودۍ هڅه
    د توریسټانو د جذب لپاره مو د نقشو او سناریو د تنظیم کیسې اورېدلی دی خو د ناروغانو د جذب لپاره مو دا ډول شیطانی نقشې نه وې لیدلی

  3. ښه طلب مړ طلب ده
    د برمي په ټوله ولسوالي کي داسي هيڅ څوک نه وو چه د طالبانو ترهګرو مخه يي نيولي واي
    دلته بايد دا سوال د برمي له اوسيدونکو او چرواکو وشي چه دوي ولي د ځان کلينيک ساتنه ونکړه
    ايا دا کلينيک د برمي د اسيدونکو د اوسايي لپاره نه وو ودان شوي
    ايآ دبرمي اسيدونکو او چارواکو په ګډه ددي کلينيک ساتنه نشوايکولاي
    او که دوي دا خيال کوي جه افغان حکومت به نور سرتيري په کومه فابريکه کي توليد کړي ؛
    دلته بايد وويل شي چه افغان سرتيري مسوليت لري او سرتيري
    هره ورخ دوي ددي وتن لپاره خپل ژوند او سرونه کربانوي
    خو اولس هم بايد خپل مسوليت وپيژني او ښکاره د ملي شتمنيو ساته وکړ ي
    د ملي شتتمنيو ساتنه د هر افغانوجداني مسوليت دي

  4. ټالیب یوه وحشي ، ویجاړونکې خوارجي پنجابي پروژه ده چې د آی اس آی له خوا په ډېرمهارت او ځیرکي سره د اسلام د مقدس دین تر نامه لاندې د ګران افغانستان د ورانولو او سوځولو لپاره جوړه شوېده.
    زمونږ په هېواد کې هر جنایت ، جرم او زشت عمل چې ترسره کیږي ، په هغو کې د ټالیب مستقیم یا غیر مستقیم لاس دی.
    د تریاکو کرل او رواجول ، غلا ، قتل ، ښوونځي او کلینیک سوځول ، د لویو لارو او پلونو ورانول ، د ښوونکو ، دولتي مامورینو ، انجنیرانو او د دوطن د مدافعینو وژل هغه جنایتونه دي چې د ملا آی اس آی په هدایت سره تر سره کیږي.
    د افغانستان مظلوم ولس ته پکار ده چې د دې منحوسې پدیدې پرضد راپاڅیږي او د هغوي بېخ او ریښې له منځه یوسي.
    فاعتبرو یا اولی الابصار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *