تاند- په پېښور کې د پوځ پر ښوونځي د سې شنبې د حملې د عاملانو دا عکس له حملې وروسته خپور شو.
دا عکس تر حملې څو ورځې وړاندې په ناڅرګند ځای کې اخیستل شوی او تر برید وروسته د طالبانو د تحریک ویندوی محمد خراساني نړیوالو رسنیو ته لېږلی دی.
په دې عکس کې هغه شپږ تنه له وسلو سره لیدل کېږي چې د سې شنبې په ورځ یې په پېښور کې د پوځ پر ښوونځي (ارمي پبلک سکول) برید وکړ او شاوخوا ۱۴۸ تنه یې ووژل.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې طالبانو ویلي چې دا برید یې د پاکستان پوځ ته د درس ورکولو لپاره کړی او که یې بیا هم په وزیرستان او نورو سیمو کې د دوی د بچیانو وژلو ته دوام ورکړ، دا ډول نورې حملې به وکړي.
د طالبانو د تحریک ویندوی محمد خراساني وویل:«دا برید پاکستاني پوځ ته د سبق ورکولو لپاره شوی. موږ د پاکستان عامو خلکو ته خبرداری ورکوو چې ځان له پوځیانو لېري کړي، ځکه چې دا ډول نورې حملې هم په راتلونکې کې کوو.»
پاکستاني رسنۍ وايي چې دا برید د طالبانو د تحریک د مشر ملا فضل الله په حکم شوی چې په افغانستان کې پټ دی.
افغانستان په خپله خاوره کې د ملا فضل الله د پټېدو په اړه د پاکستان ادعاوې په کلکه رد کړي دي.
افغان چارواکي وايي چې پاکستاني چارواکي دا ډول ادعاوې د دې لپاره کوي چې په خپله له تورونو خلاص شي. د دوی په وینا پاکستان له تېرو ۱۳ کلونو راهیسي د افغان طالبانو د مشرانو کوربه او ملاتړ کوونکی دی.
حمید ګل: د پېښور په حمله کې هند لاس لري
له بلې خوا د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادرې آی ایس آی پخواني مشر متقاعد جنرال حمید ګل د پاکستان یوه خصوصي تلویزیون ته وویل چې د پېښور په حمله کې هند لاس لري.
حمید ګل وویل، د هند صدراعظم نیندرا مودي او د دغه هیواد د استخباراتي ادارې پخواني مشر ویلي و چې پاکستان به په غم ککړوي، د دوی دا خبره ثبت شوې ده.
حمید ګل وویل چې هند د دې لپاره د پېښور د پوځ ښوونځی غوره کړ چ هلته د پوځیانو ماشومانو درس وایه او د دې کار هدف دا و چې په پوځي عملیاتو کې د بوختو پوځیانو روحیه کمزورې شي.