تاند- افغان طالبانو نن /دوشنبه/ د امریکا له متحدو ایالتونو وغوښتل چې د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له دوی سره خبرې پیل کړي.

دا په وروستیو کې دوهم ځل دی چې طالبان له امریکا سره خبرو ته چمتووالی اعلانوي.

طالبانو د کابل تر کنفرانس دوې ورځې وړاندې په خپل دې پیغام کې ویلي چې سوله ییز حل غواړي.

«د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر پر امریکايي چارواکو ږغ کوي چې د افغانستان د شخړې د سوله ییز حل په اړه د اسلامي امارت له سیاسي دفتر سره مخامخ خبرې وکړي.»

طالبانو دغه راز ویلي« د مسئلې د حل لپاره دا ښه ده چې امریکایي لوری د افغان ولس مشروع غوښتنې ومني او خپل نظر او غوښتنې له سوله ایزې لارې له اسلامي امارت سره د بحث لپاره وړاندې کړي.»

طالبانو دا پیغام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال وزیر د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو د مرستیالې الیس ویلز د څرګندونو په ځواب کې خپور کړی دی.

مېرمن الیس ویلي و«له طالبانو سره د خبرو باب پرانیستی دی.»

اغلې الیس له امریکا ږغ سره په مرکه کې ویلي و چې د کابل پروسې په نوم د راتلونکې غونډې هدف دا دی چې واضیح کړي چې د خبرو امکان شته.

د کابل بهیر غونډه د سیمې د هیوادونو د چارواکو په ګډون د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړېږي.

نژدې دوه اوونۍ مخکې هم طالبانو په یوه خبرپاڼه کې له امریکایانو سره د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل غوښتنه کړې وه.

ظاهراً طالبان وايي چې د افغانستان حکومت بې واکه دی او خبرې ورسره نه کوي خو له امریکا سره په دې خبرې کوي چې له افغانستانه ووځي.

خو امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان لانجه یوازې هغه وخت پای ته رسېږي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

6 thoughts on “طالبانو د کابل کنفرانس په درشل کې له امریکا سره خبرو ته تیاري وښوده”
  1. THIS IS GOOD NEWS FOR ALL AFGHANS.I HOPE BOOTH SIDE TRY TO PEACE COME TO THIS LAND.
    AND ALL AFGHANS START REAL LIFE.WE BELIEVE AFGHANISTAN WILL SOON REBUILD,

    ALL AFGHANS WILL SAY WELL COME TO THE PEACE..
    THANKS

  2. که د کابل حکومت بی واکی وی، نو باید چه طالبانو اوس اوس یو دوه ولایتونه په خپل واک کی درلودای. زما په اند ښه خبره داده چه طالبان ووایی چه مونږ د ولسونو نه جرګه را غواړو، د کابل د حکومت نمایندګان دی هم پکی وی. غواړو چه د افغانانو مشکل په خپله افغان سره حل کړی. که د کابل حکومت بی واکه دی تاسی طالبان څه واک لری؟ اوس ټول پدی پوه دی چه طالبان د آی اس آی یوه څانګه ده، خو د کابل حکومت هم باید وویل شی چه د امریکایانو په لاس جوړ شوی حکومت دی. څه امریکایان څه د کابل د حکومت کسان دا دواړه امریکایان دی، طالبان خوسی خبری کوی باید هر چا سره خبری وکړی

  3. د ولسمشر د تېرو څرګندونو په اساس چه زموږ جنګ د پاکستان سره دی او باید خبري هم د دوی سره وکړو . دغه د طالبانو وړاندیز و سور بریتو ته خپله د بادار په خوله خبره ده او دوی هیڅ خود مختاري نلري. که فرض کړو چه نن یو بهرنی سرتېرئ هم نه وي دوی به بله بهانه لټوي لکه د شهید نجیب په مقابل کي مجاهیلینو درلودلې د دوی اساسي مطالب د بادار خوشحالول او افغان حکومت پرزول پر ځای یې یو ضعیفه دولت د غلامۍ تر چتر لاندي غوښتل دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *