تاند، دوشنبه، د چنګاښ ۳۱مه: له بدخشانه راپورونه وايي، چې طالبانو نن سهار د دغه ولایت کران و منجان ولسوالي نیولې ده.
د ولسي جرګې غړی امان الله پیمان وايي، طالبانو بیګاه شپه له څلورو خواو څخه پر کران و منجان ولسوالۍ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې دوه سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي، خو د ولسوالۍ او قومندانۍ وداني د طالبانو لاس ته لویدلې ده.
ښاغلی پیمان دغه راز وايي، امنیتي ځواکونو اوس له کران و منجان ولسوالۍ څخه دباندې مورچلې نیولې دي.
دا خبره د بدخشان د ولایتي شورا غړي جاوېد مجددي هم تایید کړې او ویلي یې دي له پرون راهیسې دواړو غاړو ته جګړه کې درانه تلفات اوښتي دي خو کره شمېرې یې نه شته.
امنیتي بنسټونه که څه هم تاند ته دا خبر ردوي او وايي سیمه کې سختې نښتې روانې دي خو دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو د کران و منجان د لاجوردو کان باندې هم ولکه ټینګه کړې وه.
خو د ولسوالۍ د سقوط په اړه دوی هم لا څه نه دي ویلي.