تاند- پاکستاني طالبانو د پاکستان تر ټولو پرستر هوايي ډګر د حملې مسوولیت په غاړه واخیست، ویې ویل چې دا برید یې پر طالبانو او د قبایلي سیمو پر اوسېدونکو د پاکستان د پوځ د بریدونو په غچ کې کړی دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې تېره شپه شاوخوا ۱۰ تنه وسله وال طالبان، چې پاکستاني رسنۍ یې په یوه خوله دهشت ګرد (ترهګر) بولي، د کراچۍ نړیوال هوايي ډګر ته ننوتل او تر سهاره یې د پاکستان د پوځ او هوايي ډګر له امنیتي ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړ.

پاکستاني چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ۱۸ تنه پوځیان او ساتونکي وژلي او ۲۴ نور ژوبل کړي دي. په برید کې ۱۰ تنه حمله کوونکي هم وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې طالبانو غوښتل چې الوتکې وتښتوي. دوی دغه راز ادعا کړې چې داسي ښکاري چې حمله کوونکي ازبک دي.

دوی همداراز ویلي چې حمله کوونکي، چې ځینو یې د امنیتي ځواکونو یونیفورم اغوستی و، خورا ماهر او روزل شوي کسان ول.

د طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد خبرداری ورکړ چې په لنډ وخت کې به داسي نورې حملې هم وکړي.

د طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد الجزیرې تلویزیون ته ویلي چې دا برید یې له بندیانو سره د پاکستان د ناوړه چلند په خاطر کړی دی. ده دا هم وویل چې په راتلونکو ورځو کې به طالبان نورې سختې حملې وکړي.

پوځ وايي چې له شپږ ساعته جګړې وروسته پر حالاتو لاسبری شوی خو الجزیره تلویزیون وايي چې لا هم د چاودنو ږغ اورېدل کېږي.

پوځ وايي چې د ورځې تر پایه به هوايي ډګر ملکیانو ته وسپارل شي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د حمله کوونکو طالبانو وسله هندي ده.

تر دې پخوا هم د کراچۍ، اسلام اباد ته نژدې د کامرې او د پېښور پر پاچاخان هوايي ډګرونو حملې شوې وې.

0 thoughts on “طالبان وايي د کراچۍ د هوايي ډګر په شان به نور بریدونه وکړي”
  1. ږموږ کښتی دی غرکوله
    خبل دریاپ دی تو بانی سو

    تور لینګیو دا یی نوی شروع ده. اوس هم نا وخته ندی د بښتو ن له ا ږاره لاس واخی.

  2. THE TALIBAN REALIZE AFTER LONG TIME AND THEY FOUND THEIR REAL TARGET, I SAY TO TALIBAN TO CARRY ON AND GO AHEAD TO ACHIEVE GOALS.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *