د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

تاند- وسله والو طالبانو د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هغه ادعا رد کړه چې ګنې ده څو ځلې د طالبانو له مشرانو سره خبرې کړي دي.

د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې ویلي« موږ دغه ادعا په کلکه ردوو، داسې پروپاګند د امریکایي استخباراتو د هڅونو په اساس ترسره کیږي چې واقعیت نه لري.

اسلامي امارت له چاسره مرموزې او پټې لیدنې کتنې نه لري اونه غواړي له بې واکه جهتونو سره د افغانستان د آزادۍ غوندې مهم مسائل مطرح کړي.»

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د چهارشنبې په ماښام وویل چې د طالبانو له مشرانو سره یې په هیواد او له هیواده دباندې د سولې په اړه خبرې کړي دي.

قوماندان رازق وویل چې په تېرو ۲ میاشتو کې یې د طالبانو له مشرانو سره په داسې حال کې څلور ځلې خبرې کړي چې د امریکا، اروپايي هیوادونو، سعودي عربستان او ځینو نورو هیوادونو استازي هم حاضر ول.

خو ده وویل چې په دې پروسه کې د افغانستان ولسمشر یا مرکزي حکومت شامل نه دی.

جنرال رازق له طالبانو سره موافقې ته ډېر هیله من دی او وايي، که موافقې ته ورسېږي، د کوټې شورا نیمايي غړي به هیواد ته راستانه شي.

جنرال رازق تر دې پخوا هم څو خلې ویلي و چې د کوټې د شورا یو شمېر غړي او کورنۍ یې کندهار ته ستنې شوي او په خوندي ځای کې یې اړولي دي.

One thought on “طالبانو د کندهار د امنیه قوماندان ادعا رد کړه”
  1. ټالبان اصلا د دې واک نه لري چې د آی اس آی له اجازې پرته د افغانستان له کوم دولتي مقام سره خبرې وکړي . که احیانا د ټالبانو د رهبرې او مشرانو کوم غړي له دولت سره تماس ونیسي ، نو لطفا تاسو هغه مه افشا کوئ ، ځکه چې پنجاب د دغو خیرغوښتونکو ټالبانو ژوند ته جدي خطر پېښوي. ملا عبدالغني برادر یې ښه مثال دی.
    پنجابیان د ټالبانو او افغانستان د دولت له خبرو دومره وېره لري لکه ګېدړ چې له زمري نه وېره لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *