تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۷مه: د کندوز ولایتي چارواکي وايي، طالبان د خان اباد – کندوز پر لویه لار ۳۰۰ ونې له بېخه وهلې دي.

په دې اړه د کندوز د والي عبدالجبار نعیمي لخوا په خپاره شوي پیغام کې راغلي، طالب وسله والو، د جګړو، چاودنو، ډله یزو بریدونو، له خلکو په جبر د عشر په نوم پيسې او غلې دانې اخیستو سربېره اوس بل لوی ظلم دا شروع کړی چې په لویو لارو کې شنې ونې پرې کوي: ((حتا طالب وسله والو په دې ظلم لاس پورې کړی چې له چاپيریال څخه د پاکې هوا په تنفس کولو هم خلکو آرامه نه پریږدي، شنې سیمې تخریبوي او لویو لارو کې ماینونه خښوي.))

د کندوز د والي وویاند عصمت الله مرادي تاند ته په خبرو کې وویل، په دې لویه لار ګڼې ونې ډېرې پخوانۍ وې خو طالبانو له دې منځه ۴۰۰ ونې په ډېره بېرحمۍ ټولې ونې له منځه وړې دي: (( د والي په امر امنیتي، کشفي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې د دغو جنایت کارانو په پيژندلو او نیولو کې عاجل اقدام وکړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.))

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم مني چې دا ونې وهل شوې دي خو په وینا یې دا کال د ځايي خلکو په غوښتنه د بریښنا لاینونو د شارټۍ د مخنیوي لپاره شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *