تاند- طالبانو له نن سهار څخه د کندوز ولایت دولتي ودانیو ته اور ورته کول پیل کړي او ګڼې ودانۍ یې سوځولي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د کندوز څو تنو ښاریانو ورته وویل چې نن سهار سړکونه بند شول او دولتي ودانیو ته اور ورته کړای شو.

هغوی دغه خبري اژانس ته د ټېلفون له لارې وویل:«له نن سهاره، طالبانو په ښار او شاوخوا کې یې د تلاشۍ د پوستو په جوړولو پیل کړی، په حکومتي مامورینو پسې ګرځي، پرون خلکو ته ممکنه وه چې له ښاره ووځي خو نن نه شي وتلی ځکه چې لارې یې بندې کړي دي.»

په همدې حال کې د پرون ورځې او تېرې شپې له لوټ او تالانه وروسته طالبانو نن کندوز ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې شتمنۍ او ناموس به یې خوندي وي.

د کندوز ښار، چې شاوخوا ۳لکه نفوس لري، نیول د طالبانو لپاره په څوارلس کلنه جګړه کې تر ټولو لویه سوبه ګڼل کېږي خو هیڅوک باور نه کوي چې طالبان دې دا ښار  تر ډېرو وساتلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *