تاند- وسله والو طالبانو د کندوز ولایت په قلعه ذال ولسوالي کې د اق تېپې سیمه نیولې ده.
راپورونه وايي چې دولتي ځواکونه هڅه کوي چې طالبانو له دې سیمې وباسي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی په قلعه ذال ولسوالي کې امنیه قومانداني، ۱۰ پوستې او یو بازار نیولي دي.
قلعه ذال د کندوز ښار په شمال لوېدیځ کې موقعیت لري.
له بلې خوا وسله والو طالبانو د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالي کې د ملي اردو پر یوه مرکز موټربمي برید کړی چې په نتیجه کې یې د هلمند د چارواکو په وینا ۴ ملکیان او یو پوځي وژل شوي دي.
دا بریدونه وروسته له دې کېږي چې طالبانو د سولې وړاندیزونه رد کړل او د خندق په نوم یې نوي عملیات اعلان کړل.