تاند- وسله والو طالبانو یو وار بیا د کندوز ښار د نیولو په هدف پر دغه ښار له ۴ خواوو پراخ بریدونه پیل کړي او د لومړنیو راپورونو له مخې د ښار ځینو څنډو ته ننوتي دي.

د شمال ختیځ زون د پولیسو د ویندوی په وینا طالبانو خپلې همږغې حملې نن /دوشنبه/ سهار (د شپې له ۱۲ بجو وروسته) پیل کړې او اوس جګړه لږترلږه د ښار په درو برخو کې روانه ده.

د ښار دوکانونه بند دي او ښاریان هڅه کوي چې له ښاره وتښتي.

Kunduz

د کندوز د والي ویندوی محمود دانش وايي چې امنیتي ځواکونو د طالبانو د حملو مخه نیولې ده.

د پولیسو د همږغۍ مشر محمد الله بهیج هم وايي چې امنیتي ځواکونو د طالبانو حملې په شا تمبولي خو لا هم جګړه د ښار په لمنو کې روانه ده.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې طالبانو په ښار کې دننه څو پوستې نیولي دي.

مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي«پر کندوز ښار لوی عملیات له څلورو خواوو نن سهار وختي پیل شول.»

د سپین زر ۸۰۸ د پولیسو د ویندوی مسعود الله اکري په وینا طالبانو د شپې په شاوخوا ۲ بجې د ښار پر لومړۍ، دوهمې، دریمې او څلورمې امنیتي ناحیو برید وکړ.

راپورونه وايي چې د طالبانو د حملو زیات زور په امام صاحب بندر، کوټه ګرد، چرخاو بندر، قهوه خانې، زاخېل او سې درک کې زیات و خو دې ډلې یوازې په سې درک کې ځان ټینګ کړی دی.

سې درک له کندوز ښار اړونده ده او د علي اباد او چهاردرې ولسوالۍ ته نژدې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر اساس په افغانستان کې امریکايي او ناټو پوځیانو او همداراز د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو لاس ته د کندوز ښار د لوطدو احتمال رد کړ، ویې ویل چې طالبان دا ښار بیا نه شي نیولی.

شاهدان وايي چې پر ښار دپاسه جنګي هیلي کوپتر ګرځي او پر طالبانو ډزې کوي.

د دوی په وینا جګړه په ځینو ځایونو کې د ولایت له مقام یا ودانۍ څخه یو نیم کیلومتر واټن لري.

ښاریان وايي چې د دوی له کورونو څخه یو وار بیا طالبان او دولتي ځواکونه د مورچو په توګه کار.

د سردار مرادي په نوم یوه شاهد، چې کور یې د کندوز – بغلان لویې لارې په غاړه کې دی، وايي چې طالبان د خلکو کورونو ته ننوځي او د هغو له بامونو پر امنیتي خواکونو ډزې کوي.

ده وویل«دوی موږ ته ویلي چې د کورونو دروازې قولف نه کړو.»

د کندوز ښار په جنوب لوېدیځه څنډه کې د سې درک د سیمې یوه اوسېدونکي کبیر شعبان وویل چې افغان امنیتي ځواکونو ورته ویلي چې له خپلو کورونو ووځي ځکه چې سې درک د جګړې لومړۍ کرښه ده.

تېر کال تقریباً په همدغو ورځو طالبانو کندوز د لنډې مودې لپاره ونیوه او که څه هم هغوی ځان په ښار کې ټینګ نه کړای شو خو د طالبانو له لوري د کندوز د نیولو شوق د سلګونو ملکیانو د وژل کېدو او ټپي کېدو او د سلګونو دوکانونو او کورونو د نړېدو سبب شو.

په همدې حال کې طالبانو په هلمند کې د ناوې ولسوالي، چې د ولایت مرکز ته نژدې ده، نیولې ده.

د ناوې د نیولو په جګړه کې د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی.

راپورونه وايي چې د لشکرګاه په درېمه امنیتي حوزه باباجي کې له یوې اوونۍ راهیسي سخته جګړه روانه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *