تاند- افغان امنیتي ځواکونو د کندوز ښار په لمنو کې د طالبانو هممهالې حملې په شا وتمبولې او ادعا کوي چې طالبانو ته یې سختې مرګ ژوبلې اړولي دي.
وسله والو طالبانو نن /یکشنبه/ سهار د کندوز ښار په شاوخوا څنډو کې پر امنیتي پوستو او لارو بریدونه وکړل چې په ساعتونو یې دوام وکړ.
طالبانو د کندوز – بغلان لار بنده کړه چې د ځینو راپورونو پر اساس د دغه خبر د خپرېدو تر شېبې پورې لا بنده ده.
د کندوز ښاریان وايي چې کرۍ ورځ یې په کندوز ښار کې د ډزو ږغونه اورېدل. خو اوس (د دې خبر د خپرېدو په وخت) د ډزو ږغونه غلي شوي دي او دا د دې ښودنه کوي چې طالبان شا ته تمبېدلي دي.
د کندوز د والي ویندوی سید محمد سرور دانش وايي، د طالبانو حملې ناکامې شوي دي:
«نن سهار طالبانو له دوو خواوو د خان اباد ولسوالۍ د سړک له لارې او د تلوکه کلي له لوري حملې وکړې خو له ښه مرغه د طالبانو حملې ناکامې شوې او له سختو مرګ ژوبلو وروسته وتښتېدل.»
راپورونه وايي چې د کندور د نن ورځې په جګړه کې څو امنیتي سرتېري او لږترلږه ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
طالبانو په ځلونو د کندوز ښار د نیولو هڅه کړې، یو ځل یې ټول او بل ځل یې نیمايي ښار نیولی خو په وروستیو میاشتو کې یې د ښار د نیولو لپاره پر له پسې هڅې ناکامې شوي دي.
پر کندوز ښار او ولسوالیو د طالبانو حملو د دغه ولایت اوسېدونکو ته نه جبرانېدونکي مالي تاوانونه اړولي دي. دا ولایت چې یو وخت د افغانستان په شمال کې تر ټولو اباد او شتمن ولایت و، اوس د شمالي ولایتونو په منځ کې تر ټولو ځپل شوی او ویجاړ شوی ولایت دی.
دا د لعنتي زامن (طالبان) هماغه سیمې ځپي چې هلته پښتانه مېشت وي، د هماغو ځایونو مکتبونه او روغتونونه ورانوي چې هلته پښتانه وي. د خدای په قهر دې دا د پنجاب دال خواره سپي ککړ شي.
ښه فرض کړه طالبه ښار دې ونيو ۵۰ طالبان او ۵۰ ملي سرتيري ووژل شول يعني ۱۰۰ کورنی د غم په ټغر کيناستي بيا کومې پراختيايې پروژي پلي کوي؟