تاند- افغان امنیتي او دفاعي چارواکي وايي چې د کونړ پر ۵ ولسوالیو یې د وسله والو طالبانو هممهاله حملې ناکامه کړي دي.
د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرچینو وویل، وسله والو طالبانو د پاکستاني ملګرو په همکارۍ نن /سې شنبه/ د کونړ ولایت پر وټه پوره، مروره، سرکاڼو، چپه دره، او شیګل ولسوالیو یرغلونه وکړل خو د دغو لسوالیو د نیولو لپاره یې حملې له ماتې سره مخامخ شوي دي.
د دفاع وزارت سرچینې وايي چې لا هم (د دغه خبر د خپرېدو تر شېبې) جګړه یو مخ پای ته نه ده رسېدلې خو د دولت وسله وال مخالفان خپلو هدفونو ته په رسېدو کې پاتې راغلي او د هیڅ ولسوالۍ په نیولو کې یې پرمختګ نه دی کړی.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویندوی فرید دهقان هم تایید کړه چې طالبان نه دي توانېدلي چې کومه ولسوالي ونیسي خو جګړه لا هم په ځینو سیمو کې روانه ده.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې د کونړ پر بېلابېلو برخو د طالبانو په پراخو حملو کې دا ډله توانېدلې چې د ګوسلک په سرحدي سیمه کې ۴ پوستې ونیسي.
راپورونه وايي چې د طالبانو له لوري د راکټونو او هاوانونو په ګولیو د عامو خلکو ګڼ کورونه زیانمن شوي دي.
راپورونه وايي چې د کونړ ولایت پر مرکز اسعدا اباد ښار هم یو شمېر اکټونه اوهاوانونه لګېدلي دي چې له کبله یې په خلکو کې وېره خپره شوه.
تراوسه پورې ملکیانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه دقیق معلومات نشته خو په کونړ کې د ملي اردو سرچینې وايي چې لږترلږه د یوه ملکي د وژل کېدو خبر ورکړای شوی دی.
پر کونړ ولایت له څو کلونو راهیسي د پاکستان له لوري د درنو وسلو ګوزارونه کېږي خو په وروستیو ورځو کې د پاکستان له لوري توغندويي بریدونه درېدلي دي.