تاند- وروسته له دې چې د افغانستان ولسمشر طالبانو ته د اوربند اعلان وکړ، وسله والو طالبانو هم په لږ تفاوت اوربند ومانه.

دا لومړی ځل دی چې وسله وال طالبان د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې اوربند کوي.

طالبانو په عین حال کې ویلي چې د کوچني اختر په درو ورځو کې د دوی اوربند یوازې له افغان امنیتي ځواکونو سره دی او بهرني پوځیان پکې نه شاملېږي.

طالبانو دا اعلان وروسته له دې وکړ چې دوې ورځې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې له ۲۷ د اختر تر ۵ پورې طالبانو ته اوربند اعلان کړ.

ډېرو افغانانو د ولسمشر غني او طالبانو د اوربند د اعلانونو هرکلی کړی دی.

د افغانستان حکومت سمدستي د طالبانو د اعلان په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال دا اعلان د سولې لور ته یو ښه ګام بللی دی.

طالبانو دا هم ویلي دي چې د اختر په مناسبت به یو شمېر جنګي بندیان خوشي کړي. دوی نه دي ویلي چې څومره بندیان به خوشي کړي.

طالبانو له خپلو کسانو غوښتي چې د اختر په درو ورځو کې پر هیڅ افغان امنیتي ځواک برید ونه کړي او نه یې په لارو کې د تګ راتګ خنډ شي.

دې ډلې له خپلو کسانو دا غوښتنه هم کړې چې په یوه ځای کې راغونډ نه شي ځکه ممکن «دښمن» پرې حمله وکړي.

یوه اروپايي دیپلومات رویټرز خبري اژانس ته ویلي«دا درې ورځې به د طالبانو په منځ کې یووالی ثابت کړي. که د دې ډلې په منځ کې بېلابېلې څانګې اوربند ونه مني، ممکن ځینې یې حملې وکړي.»

په عین حال کې ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې پټې خبرې روانې دي چې د اوربند موده تر یوې میاشتې پورې وغځول شي.

د طالبانو یوه ویندوی ویلي چې اوس نه شي ویلی چې اوربند به اوږد شي او که نه شي.

سرچینې وايي چې د اوربند پر سر خبرې له څو میاشتو راهیسې روانې وې.

د ټول افغانستان شاوخوا ۳ زره دیني عالمانو هم په وروستۍ ستره غونډه کې، چې د لویې جرګې په خیمې کې یې جوړه کړې وه، له ښکېلو خواوو د جګړې د بندولو او اوربند غوشتنه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *