تاند- د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د هلمند په ګریشک ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.

د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو تېره شپه د ګریشک ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل چې د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوری دوام لري.

د راپورونو پر اساس په جګړه کې د ګریشک امنیه قومندان وژل شوی دی خو دواړو خواوو ته د اوښتو تلفاتو کره شمېر تردې دمه نه دی څرګند.

د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملاخېل تایید کړه چې د ګریشک امنیه قومندان حکمت الله اکمل د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې وژل شوی دی.

ملا خېل وویل چې چاودنه نن سهار وختي هغه مهال وشوه چې د ګریشک امنیه قومندان د هغو پوستو لور ته روان و چې طالبانو پرې بریدونه کړي دي.

د هلمند د امنیه قومندان په وینا له سیمې څخه د طالبانو د شړلو لپاره پراخ عملیات پیل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *