تاند- د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې یرغملګرو د دغه ولایت د ګوشتې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران خوشي کړي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدلزي رسنیو ته نن وویل، د هغو ۴۳ تنو قومي مشرانو له منځه، چې پنځه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو تښتولي ول، پنځلس تنه خوشي شوي دي.

ویل کېږي چې لا هم له طالبانو سره شاوخوا پنخه ویشت قومي مشران یرغمل دي.

طالبانو دا کسان په دې خاطر تښتولي چې د هغوی زامن یا خپلوان د پولیسو او ملي اردو په لیکو کې کار کوي.

سیمه ییز چارواکي وايي چې دوی ته څرګنده نه ده چې طالبانو دا قومي مشران چیري تښتولي خو خیني خلک وايي چې لالپورې ولسوالۍ ته بېول شوي دي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی فریدون مومند وايي چې د ګوشتې قومي مشران ډیورند کرښې ته نژدې د «رینه او پرچاو» سیمې ته بېول شوي دي.

وسله والو طالبانو د قومي مشرانو د تښتولو په لومړۍ ورځ یو تن وواژه خو د نورو په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.

د ولسي جرګې یو غړی فریدون مومند وايي چې تښتونکي د طالبانو د جنود خراسان د ډلې غړي دي. د مومند په وینا دا ډله له افغان او پاکستاني طالبانو جوړه ده او شاوخوا دوې میاشتې کېږي چې په افغانستان کې یې فعالیت پیل کړی دی.

د طالبانو دوو رسمي ویندویانو تراوسه پوري د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو دا چې په دې پېښه کې لاس لرل یې رد کړي نه دي داسي ښکاري چې دا کار د دوی په سلا شوی دی.

One thought on “طالبانو د ګوشتې ۱۵ قومي مشران خوشي کړل”
  1. خالق تعالی دې په طالبانو باندې داسې توپان راولي چې مړه او ژوندي یې لکه سپي او خره داسې سره ګډ وډ کړي. دا لوبې ټولې د آی اېس آی دي چې کله یې دجنود خراسان او کله د خرسانو په نامه یادوي. هغه د دادالله لعنتي په نامه چې کومه ډله جوړه شوې وه او افغانان یې وژل هغه کومې خوا ته لکه سپي ورک شول. دا به یو څو ورځې آی ایس آی د سپیو په څېر په زنځیر تړلي ولوبوي بیا به یې په ښکاره ډول د برادر په څېر چې پړی یې په کې اچولی دی او په محبس کې یې ګرځوي هغسې دوی هم وګرځوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *