که موږ چېرته په نړۍ کې د ملي دولتونو پر وړاندې د نیمه پوځي ډلو بغاوتونو او جګړو ته نظر واچوو، ډېرې داسې ډلې به مخې ته راشي چې د خپلو سیاسي اهدافو لپاره یې له مذهب نه د یوې وسیلې په توګه کار اخیست او د خپلو مذهبي باورونو په اساس حاضر نه ول، چې خپل مقابل لوري سره سولې او خبرو اترو ته کیني. لکه د د ایرلنډ جمهوري غوښتونکی پوځ چې مسیحي عقایدو باندې سمبال و، یا هم د فیلپین آزادي بښوونکی اسلامي جبهه (مورو)، یا هم د تاجکستان اسلامي تحریک ډله، چې بلاخره حکومتونه وتوانیدل چې له دغو ډلو سره سوله وکړي او د خبرو میز ته ورسره کیني. اوس چې طالبانو سره د سولې د بحث موضوع مخې ته راځي، نو دوی سره سوله او خبرې اترې هم ناممکن کار نه دی. هغه عوامل چې طالبانو سره یې خبرې اترې ناممکنې کړي دي، یو څه یې خپله طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته ور ګرځي او پاتې نور عوامل تېرو پنځلس کالو کې زموږ د حکومتونو کمزوري او ددغې ډلې په ضد ناکام سیاستونه ول، چې لا هم د اوسني حکومت کړنې د دغه سیاستونو نه په مطلق ډول پاکې شوې نه دي.
د ایرلنډ جمهوري غوښتونکی پوځ، یو کاتولیک مذهبه سازمان و، چې له کاتولیکي هویت نه یې د خپلو سیاسي ګټو لپاره کار اخیست، خو ددې تر څنګ یې یو ملتپاله حس درلود چې غوښتل یې بریتانوي پوځیان دې له شمالي ایرلنډ نه ووځي، تر څو دوی په جنوب کې له خپلو کاتولیکو ورونو سره سیاسي اتحاد ته ورسیږي، خو هغوی هڅه ونه کړه چې د بریتانیا ټولې جزیرې تر کاتولیکي مذهبي اصولو لاندې راولي. یعنې دوی د کاتولیک مذهب د لارښوونو په اساس هڅه ونه کړه چې ټوله نړۍ کاتولیکه کړي او بیا د قیامت د راتلو لپاره انتظار وباسي.
زموږ د سیاستوالو او بین المللي همکارانو لویه تیروتنه دا وه چې دوی غوښتل د طالبانو له واقعیت نه انکار وکړي او دغه ډله بیخي حذف کړي، همدا کار یې د بن په کنفرانس کې وکړ، بیا یې تېرو پنځلسو کالو کې په هر ورکشاپ، هره غونډه او هر بحث کې طالب د یو نه پخلاکېدونکي دښمن په توګه مطرح و، له دې انکار نشي کېدای چې طالبانو په دې خاوره کې د خپلو سختو قوانینو او د اسلام نه د خپلو خاصو برداشتونو له امله خورا درنې سزاګانې رواج کړي، بې دفاع خلک یې ووژل، عامه تاسیسات یې ړنګ کړل او د بيخي زیاتې تباهۍ لامل وګرځیدل او زموږ د ټولنې په ځانګړي ډول د پښتنو د وروسته پاتې والي سبب شول، خو که هغوی دا هر څه کول مقابل کې یې د ځپلو روحیه لا پیاوړې کېده او تر اخره په دې ټینګار کېده چې دا خلک باید بیخي ورک او تري تم کړای شي. د سولې په نامه هسې فرمایشي او پروژيي هڅې تر ډېره په دې ولاړې وي چې د دوی ځیني افراد تسلیم شي، خو ددوی د ماهیت او ذات په اړه تحقیقات ډېر لږ کېدل چې دوی دي څوک او ولي ورځ تر بلې قوي کېږي او زموږ په دودیزه ټولنه کې ولي دومره ژورې رېښې لري؟ دا سمه ده چې پاکستان یانور عربي تروریستي سازمانونه یې تر شا ولاړ دي، خو دا چې دوی څنګه زموږ ځوانان له لارې باسي او دا فکر او سوچ ولي دومره کشش لري له دې زاویې دغې معضلې ته ډېره لږه پاملرنه شوې ده.
طالبان د جوړښت له پلوه اکثریت پښتانه جوړوي، خو بله خوا د دوی شعارونه او د شریعت پر تطبیق ټینګار ته چې ګورو هغه کې دوی هر ډول قومي او نژادي توپير ردوي او هر څوک کولای شي د دوی غړی شي. که څه هم د طالبانو فکر او زده کړې د دیني مدرسو او دیوبندي مسلک نه سرچینه اخلي، خو د دوی په ټولنیز لحاظ په شدیده توګه د پښتني کلچر او رسم رواجونو تر اغیز لاندې دي، کله چې په کلي کور کې د ددوی ژوند مطالعه شي بیا پوهیږو چې دوی چې هغومره ځانونه مسلمانان بولي تر څنګ یې پر پښتني او قبیلوي مناسباتو ته هم په همدومره اهمیت قایل دي. د دوی جهان بیني لکه د نورو اسلامي ډلو په څیر چې په نړۍ کې د سیاسي اسلام له لارې غواړي نړيوال خلافت رامنځته کړي فرق لري. ځکه اکثرو یې د پاکستان د قبایلي علاقو په پښتون میشتو سیمو کې دیني زده کړي کړي دي، نو دوی په فکري لحاظ کومه قوي تیوريکه مفکوره لکه نن سبا چې د سیاسي اسلام په پلویانو کې لیدل کېږي دوی کې نشته، دوی د سیاسي اسلام، دیني حکومت او د حکومتولۍ په اړه چې نن سبا اسلامي مفکرین د نړۍ اوسنیو شرایطو ته په کتو کومې تیورۍ وړاندې کوي دوی داسې کوم څه نه لري. د دوی دغه محدوده جهان بیني، سنتي اسلام او پښتني روایات ددې سبب شوي دي چې د دوی داعیه تر افغانستان محدوده شي او د یو دودیز اسلامي ناسیونالیست غورځنګ په توګه وپيژندل شي.
دوی حتا تر اسلامي حزب چې د نړيوال سیاسي اسلام پورې تړلې یا د هغوی له افکارو متاثره ډله ده، ددې ظرفیت لري چې سوله وکړي، خو ستونزه داده چې دوی په سمه توګه د بین المللي ټولنې او افغان دولت لخوا سولې ته نه دي دعوت شوي. ولسمشر غني د لومړي ځل لپاره دغسې یوه اراده کړي ده، خو په کور دننه لا هم د دوی په اړه هماغه پخوانی د حذف سیاست روان دی، دلته داسې ډلې او دفشار ګروپونه شته چې طالبان حتا د یو بې وسلې سیاسي جریان په توګه هم نشي زغملی.
د طالبانو په څیر شورشونه د مشخص رضایت او مذاکراتو له لارې چې هغې کې ځیني سیاسي غوښتنې لکه د بهرنیانو وتل، یا قدرت کې سهم او د سیاسي فعالیت اجازه ورکولو په څیر غوښتنو کې ختمیدلی شي. خو ددې برعکس ځیني نورې اسلامي ډلې لکه القاعده او داعش بیا داسې کوم شرط نه وړاندې کوي، بلکې هغوی برعکس تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د بهرنیو ځواکونو شته والي ته خوشالیږي، ځکه دوی ته دلته د بهرنیو ځواکونو موجودیت د جنګ د دوام ښه پلمه په لاس ورکوي، دا ډلې د کومې خودمختاري سیمې لرل هم نه غواړي، د دوی غوښتنې تر ملي سرحدونو اوړي، حتا هڅه کوي خپل جهاد نورو سیمو ته وغځوي او بلاخره خپل خلافت رامنځته کړي. دوی هیڅ ملي حاکمیت نه مني، ملګري ملتونه نه مني، دوی اوسنۍ بین المللي پولي ردوي، نو طالبان بیا داسې کومه ایډیالوژي او اهداف نه تعقیبوي.
د طالبانو په سیاسي افکارو او پروګرامونو کې یوازې د دیني احکامو تطبیق ځای لري، چې هغه هم تر ډېر په ظواهرو را څرخي، ټول د شریعت په پلي کولو ټینګار کوي، خو په دې برخه کې کومه منسجمه تیوري نه لري. یو غربي څيړونکی ویلي دي (( د طالبانو نه د هغه برداشت دا شی دی چې دا ډله که څه هم د عقایدو یوه روښانه ټولګه لري، خو هغې کې ایډیالوژي او نظریه پردازي نشته چې وکولای شي خپل غورځنګ ته د راتلونکي لپاره یو منظمه خط مشي وړاندې کړي)) له دې معلومېږي چې طالبانو منځ کې د ایډیالوژۍ په نوم څه نشته. د دوی منځ کې چې څه شته هغه د دوی له تعصب ډکه عقیده ده چې ظاهرا یې د محرومواو کم سواده خلکو په منځ کې ډېر پلویان موندلي دي.مذاکراتو کې د طالبانو لویه ستونزه داده چې د دوی منځ کې د داعش په څیر نه پخلاکېدونکي تندلاري د منځني او حتا د لوړې کچې مشران پیدا شوي، چې هغوی پریمانه امکانات لاس کې لري او هڅه کوي ددې ډلې سیمه ییز عادتونه، خصلتونه او اهداف بدل او نړيوال کړي.
دلته په زغرده ویلی شو که چېرته زموږ حکومت او دولتي نظام د طالبانو د جذب لپاره منظمه برنامه او پروګرام ولري، که پاکستان او ددغې ډلې نور بهرني پلویان هر څومره هڅه وکړي بیا هم تر دې اندازې دا ډله قوي کېدای نشي، اوس داسې ښکاري چې پاکستان نه غواړي دوی د سولې میز ته حاضر کړي، خو د دوی منځلارې مشران د پوځي فشار له لارې ممکن خبرو ته اماده شي، د طالبانو نه د هغوی د منځلارو کسانو جلا کول ممکن دي، ځکه موږ تېرو کلونو کې ولیدل چې ډېرو قوماندانانو یې مخ واړولو او حتا اوس خپلو کې هم په اختلاف اخته دي. که ددغه منځنۍ کچې قوماندانانو سره خبرې وشي او سیمه ییزې ستونزې یې حکومت ور حل کړای شي دوی په اسانۍ سولې ته حاضریدلی شي. خو که په مجموع کې لکه څنګه چې د ولسمشر غني هیله ده دغې ډلې سره خبرې وشي او دا تحریک ټول له وسله واله هغه نه په سیاسي تحریک بدل شي، دا کار ممکن دی، ځکه اوس د دوی جهان بیني د داعش او نورو سره په ټکر کې ده، له دغه فرصت نه باید افغان دولت، زموږ سیاستوال او بین المللي همکاران استفاده وکړي.