تاند، جمعه، د دلوې طالبانو تېره شپه د سرپل په بغاوي کلي کې پنځه ځوانان وژلي دي.
د سرپل د امنیه قومندانۍ ویاند نوراغا فیضي تاند ته وايي، په وژل شویو ۵ ځوانانو کې درې تنه یې شاوخوا درې میاشتې وړاندې له طالبانو جلا شوي وو.
نوموړی وايي، دغه دریو ځوانانو پخوا په بلخاب ولسوالۍ کې له طالب قومندان مهدي مجاهد سره کار کاوه او په دې وروستیو کې افغان دولت ته تسلیم شوي وو.
نوموړی وايي، په دغو ځوانانو طالبانو برید کړی چې په نښته کې یې یو طالب هم وژل شوی دی.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلی، دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لخوا په دې وروستیو کې پر ملکیانو بریدونه زیات شوي دي.