تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۸مه: د غور ولایتي چارواکي وايي، طالبانو په دغه ولایت کې خپل دوه مهم غړي د طالب مشرانو د ترور نیت لرلو په جرم صحرايي محاکمه کړي دي.
د غور د والي له دفتره نن پنجشنبه تاند ته په رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې دا دواړه کسان له پنځو کالو راهیسې د طالبانو سره وو خو اوس د لاسي بمونو د ساتلو او د طالبانو د مهمو مشرانو د ترور د نیت لرلو په جرم محاکمه شوي دي.
خبرپاڼه وايي، عبدالله ولد غلام او ذبیح الله ولد رمضان دغور ولایت د چارسدې ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې د غور لپاره د طالبانو د مرستیال والي مولوي احمدشاه له لوري محاکمه شوي دي.
خبرپاڼه کې نه دي راغلي چې طالبانو پر دغو دوه کسانو څه کړي دي؟ خو وايي، د دغو دواړو طالبانو محاکمه د طالبانو په دودیز ډول شوې ده.