تاند، شنبه، د ثور ۶مه: د فاریاب امنیه قومنداني وايي، طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت په قیصار او المار ولسوالیو کې ۴ ملکیان وژلي او ۱۰ نور یې ژوبل کړي دي.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش تاند ته په استولیو معلوماتو کې ویلي تېره ورځ د قیصار په کوهي کلي کې طالبانو په یو برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ ملکیان ژوبل کړل او دوه نور یې وژلي دي.

نوموړی وايي، په دې برید کې ۴ ماشومان، ۲ مېرمنې، یو هلک او یو ۵۰ کلن سړی ژوبل شوی دی.

یورش زیاته کړه، په المار کې هم د طالبانو د سړک غاړې ماین یو ۱۲ کلن ماشوم وژلی او بل ۸ کلن ماشوم یې ژوبل کړی دی: (( دغه ماین امنیتي ځواکونو ته ځای پر ځای شوی و خو په ماشومانو یې چاودنه کړې ده.))

نوموړی وايي، طالبانو تېره ورځ د قیصار ولسوالۍ په قلعه صوفي کلي کې هم یو ۷۰ کلن سپین ږیری په ډزو وژلی دی.

دا په داسې حال کې  ده چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي تلفاتو په زیاتېدو اندیښنه ښودلې او او پر ښکیلو لوریو یې د ملکیانو خوندیتوب لپاره ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *