تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د قطر د حکومت چارواکو له طالبانو ډاډ اخیستی چې په دوحه کې به د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرو ته کښېني.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د حکومت او یو شمېر سیاستوالو په ګډون افغان پلاوی د روان اپریل په ۱۴ -۱۵ په دوحه کې له طالبانو سره په یوه کنفرانس کې برخه واخلي.

دواړه خواوې وايي چې دا کنفرانس به د مسکو د فبرورۍ د میاشتې د کنفرانس په څېر وي او برخوال به خپل نظرونه پکې بیانوي. (نور)

د مسکو غونډې ته د افغانستان حکومت له دې سره سره پلاوی ونه لېږه چې په کنفرانس کې د ګډون بلنه هم ورکړل شوې وه.

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼه وايي، د قطر د تروریستي ضد چارو یوه چارواکي، چې د افغانانو ترمنځ په خبرواترو کې د قطر له لوري اصلي رول لوبوي، په وروستیو ورځو کې کابل ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته خبر ورکړ چې طالبان د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرو ته لېوالتیا لري.

ورځپاڼه زیاتوي، د تروریزم ضد او د شخړو د هواري د منځګړتوب لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزیر ځانګړی استازی ډاکتر مطلق بن مجید القطاني په منظم ډول په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په خبرو کې ګډون کوي.

په همدې حال کې به په څو ورځو کې په کابل کې د کنفرانس د برخوالو نهايي لیست بشپړ شي.

دا به د ۲۰۱۵ م کال د جولای له میاشتې را په دې خوا، چې طالبانو د پاکستان په مري ښارګي کې د افغانستان د حکومت له استازو سره مخامخ خبرې وکړې، لومړی ځل وي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې کوي.

د قطر د اپریل د نیمايي کنفرانس د جوړېدو امکان هغه مهال برابر شو چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا سیمې ته راغی.

ډیلي ټایمز وايي، پاکستاني چارواکو ورته ویلي چې دا هیواد د افغانستان د سولې د پروسې د دوام لپاره هر اقدام کوي او هیله لري چې د پاکستان «صادقانه او مخلصانه هلې ځلې» ټول؛ د امریکا متحد ایالتونه، د افغانستان حکومت، طالبان، د سیمي هیوادونه او نړیواله ټولنه ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *