تاند، چهارشنبه، د حوت ۷ مه: د سمنګان ولایتي چارواکي وایي، د دره صوف بالا ولسوال احمدعلي حسني لا هم د طالبانو په ولکه کې دی.
د سمنګان د والي ویاند صادق عزیزي وایي، د دره صوف ولسوال احمد علي حسني اوس هم په دره صوف ولسوالۍ کې له طالبانو سره بندي دی او روغتیا یې ښه ارزول شوې ده.
عزیزي وايي چې دوی د حسني له تښتونې راهیسې دوه ځله له هغه سره اړیکې نیولي دي.
د سمنګان د والي ویاند زیاته کړه چې بانفوذ قومي مشران د ولسوال د آزادولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او هیله لري چې هغه به له طالبانو څخه آزاد شي.
ښاغلی حسني د دوشنبې په سهار مهال له مزار شریف څخه دره صوف ولسوالۍته روان و چې د چوبچل دره کې له موټره ښکته کړای شو او د طالبانو له خوا وتښتول شو.
طالبانو همدا راز د اورکم اوونۍ کې د کندهار ـ کابل پر لار دوه پولیس هم وژلي او نن په کابل کې موټر سایکل بم چاودنه هم شوې چې لایې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.