ملا معتصم اغا جان

تاند- د طالبانو د واکمنۍ د مهال یوه وزیر تایید کړه چې د امریکا او طالبانو استازو په قطر کې مخامخ خبرې کړي دي.

ملا معتصم اغا جان، چې د طالبانو د واکمنۍ له پرزېدو وروسته د طالبانو د سیاسي کمیسیون مشر و، له ترکیې څخه پرون /جمعه/ ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې دا ډول نورې خبرې به هم په راتلونکو ورځو کې وشي.

ملا معتصم اغا جان وویل«د طالبانو سیاسي استازو او امریکايي مامورینو په قطر کې ولیدل. په دې خبرو کې بل چا ګډون نه درلود.»

ډیلي ټایمز ورځپاڼه وايي، د طالبانو د قطر د دفتر غړیو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو ورځپاڼې د قطر دفتر ته د نژدې سرچینو په قول ویلي چې طالبانو له امریکایانو سره په خبرو کې یو وار بیا غوښتنه کړې چې د دوی د قطر دفتر دې پرېښودل شي چې د طالبانو سپین بیرغ پرې وځړوي او د اسلامي امارت دفتر لوحه پرې نصب کړي.

په ۲۰۱۳ کې هم طالبانو پر خپل دفتر «د افغانستان د اسلامي امارت» لوحه لګولې وه او سپین بیرغ یې ځوړند کړی و خو د حامد کرزي د حکومت د اعتراض له کبله قطري چارواکي مجبوره شول چې د طالبانو لوحه او بیرغ کښته کړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس ته هم د طالبانو یوه مشر نن /شنبه/ ویلي چې د الیس ویلز په مشرۍ امریکايی پلاوي د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې کړي دي.

اژانس وايي چې امریکايي چارواکو تراوسه پورې دا خبر نه رد کړی او نه تایید کړی.

طالب مشر، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي چې دا خبرې ابتدايي وې او په راتلونکې کې به دوام وکړي.

طالبان له ډېرو کلونو راهیسې ټینګار کوي چې یوازې له امریکایانو سره د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو په اړه خبرې کوي.

امریکا مخکې ویل چې طالبان دې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي او بیا یې وویل چې حاضر دي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو په خبرو کې ګډون وکړي.

راپورونه وايي چې د قطر له خبرو جلا د افغانستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د جګپوړو استازو ترمنځ په ابوظهبي کې د افغانستان د سولې په اړه مهمې خبرې شوي دي.

د تېر کوچني اختر له اوربنده وروسته په افغانستان کې سولې او پخلاینې ته هیلې زیاتې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *