تاند- (سې شنبه، د سنبلې ۲۶) د وسله والو طالبانو یو پلاوی پرون (دوشنبه) ایران ته لاړ چې له امریکا سره د قطر د خبرو په اړه د دغه هیواد چارواکو ته معلومات ورکړي.
یوې سرچینې تاند ته وویل، د طالبانو د دې پلاوي مشري عبدالسلام حنفي کوي.
سرچینه وايي، طالبانو له امریکایانو سره د لسو میاشتو خبرو متن له روسیې سره شریک کړی او په پام کې ده چې له ایران، تاجکستان، ازبکستان، اذربایجان، ترکیې او پاکستان سره یې هم شریک کړي.
سرچینه وايي، د طالبانو یو ۵ کسیز پلاوی همدا اوس په چین کې دی. درې تنه نور ازبکستان ته تللي دي. په پام کې ده چې د ملابرادر او عباس ستانکزي ترڅنګ امیرخان متقي، وثیق، ملا فاضل او نورالله نوري ترکیې ته لاړ شي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د نهم پړاو خبرو په پای کې د دواړو خواوو ترمنځ موافقه نهايي کېدو ته نژدې شوې وه خو وروسته له دې چې طالبانو په کابل کې څو پر له پسې خونړۍ حملې وکړې، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له دې ډلې سره د سولې خبرې لغوه کړې.
طالبانو تېره اوونۍ په مسکو کې له روسي چارواکو سره په خبرو کې وویل چې دوی غواړي له امریکا سره د سولې خبرې بیا پیل کړي.
ای د الله تعالی شرميدلو او غضب دې پر تاسو او ستاسو پر دې بادارانو وي. اوس هم تاسې فکر کوی چی ولس ناپوه ده او هر څه به ستاسې مني؟؟؟ هغه ولس دې الله تبا کړي چې اوس به هم تجربه نه لري او هر سپي ته به کور کې جای ورکوي؟؟, ولې دولت په بار بار درته وویل چې راسی هر جای چې غواړی سره کشېنو او تاسی بيا هم لکه پر رمه پسې چې سپي راروان يي هر خواته منډې وهې او دا نور زاړه سپي هم درسره په يو کتار کې هرې خواته خله اچوي که يو څوک يو څو مردار هډوکي درته له دروازې ښکاره کړي او بيا به فکر کوی چې ولس و داړی؟؟؟
TALIBS LEADER ONE DAY GOING TO MOSCOW.NEXT DAY CHINA/IRAN/TURKEY……….DOOR BY DOOR.
BUT KEY OF SOLUTION WITH AFGHANS;
COME IN TO KANDAHAR/HERAT/PAKTIA/JALALABAD KUNER.
SET WITH AFGHANS/DISCUS ANY PLAN.
IF TALIBS THINK THIS IS BIG SHAM FOR TALIBS BUT THEY DON,T KNOW.
FINALLY, YOU WILL FIND WAY TO GIVE HAND TO AFGHAN,
EACH COUNTRY HAVE OWN AGENDA FOR AFGHANISTAN.THEY CAN NOT HELP YOU FOR FREE.
THANK YOU