تاند- وسله وال طالبان وايي، امریکايي چارواکو د شنبې په ورځ /جنوري ۲۶/ د سولې له هغې مسودې سره موافقه وکړه چې پر اساس یې امریکايي پوځیان په ۱۸ میاشتو کې له افغانستانه وځي.

د دې موافقې ځینې جزییات رویټرز خبري اژانس خپاره کړي دي.

تراوسه څرګنده نه ده چې دا مسوده به دواړه خواوې کله لاسلیک کړي خو ویل کېږي چې د افغانستان د حکومت تایید ته اړتیا لري.

لوېدیځو رسنیو د طالبانود سرچینو په قول وویل، په دې مسودې کې د نورو مسلو ترڅنګ د اوربند شرط هم شامل دی خو تراوسه پورې طالبانو موافقه نه ده کړې چې اوربند به کله کوي. دې ډلې منلې چې وروسته له دې به د اوربند دقیقه نېټه اعلان کړي چې دوی د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

د طالبانو یوې سرچینې د زلمي خلیلزداد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو د خبرو د مسودې موادو ته په اشارې وویل«په ۱۸ میاشتو کې که بهرني پوځیان ووتل او اوربند عملي شو، بیا به د سولې د موافقې نورې مادې عملي شي.»

د طالبانو سرچینې وايي چې د موافقې پر مسودې به نورې خبرې په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشي.

دوی وايي چې د فبرورۍ په خبرو کې به د طالبانو د پلاوي مشري ملا عبدالغني برادر وکړي.

طالبانو د قطر د خبرو په پای کې په یوه رسمي خبرپاڼه کې ویلي:

طالب سرچینې په عین حال کې تاییدوي چې د طالبانو د قطر د دفتر د مشر په توګه د ملا برادر ټاکنې د سولې د خبرو له پرمختګ سره مرسته کړې ده. لا هم څرګنده نه ده چې نوموړي په وروستیو خبرو کې ګډون وکړای شو او که نه.

ځواب دلته پرېږدئ