تاند، دوشنبه، د جدي ۹مه: اسوشیټیډ پریس د یو طالب چارواکي په حواله راپور ورکړی چې طالبانو له امریکایانو څخه د خپلو شاوخوا ۵۰۰۰ بندیانو د ورخوشې کولو غوښتنه کړې او د دغو بندیانو لیست یې هم مقابل لوري ته ورکړی دی.
سرچینه وایي، د دغو ۵ زره بندیانو د د خوشې کولو په اړه بحثونه روان دي خو په ورته وخت کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش جان سوپکو ویل ، نه افغان حکومت او نه هم امریکا د طالب بندیانو خوشې کولو ته چمتو ده.
بلخوا په ویلسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د برخې رېیس مایکل ګوګلمین وایي، افغان او امریکایي لوري ته اړتیا ده تر څو د طالب بندیانو د خوشې کولو په کار کې لازم احتیاط نه کار واخلي.
نوموړی وایي، باید هغه طالبان له زندانونو ازاد شي چې د وضعیت د بې ثباته کولو وېره ترې نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ داسې راپورونه ورکړل شول چې طالبانو له امریکا سره د سولې د هوکړې لاسلیک ته د زمینې برابرولو په خاطر په لنډ مهالي اوربند هوکړه کړې ده، او ژر به د هوکړې د لاسلیک وخت په ډاګه شي خو د دوی ویاند سهیل شاهین بیا دا خبرې رد کړې.