تاند- په داسې حال کې چې د ولسمشر ټرمپ اداره لا هم د افغانستان لپاره پر نوې ستراتیژۍ کار کوي، وسله والو طالبانو له ښاغلي ټرمپه وغوښتل چې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

طالبانو نن /سې شنبه/ د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د اعلان په درشل کې له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښتل چې د خپلو اسلافو په پل – پل کښېنږدي او افغانستان ته نور ځواکونه راونه لېږي.

طالبانو ویلي چې یوازې یو شمېر امریکايی جنرالان او د کانګریس څو «جنګ خوښې» غړي افغانستان ته د پوځیانو پر لېږلو تاکید کوي خو«جنګ یو مهم سیاست دی چې باید یوازې د جنګیالیو خوښې ته پرې نه ښودل شي) تاسو هم باید د افغانستان موضوع یوازې د جنګ خوښو جنرالانو پریکړې ته پرې نه ږدئ؛ بلکې په دې اړه داسې پریکړې وکړئ چې راتلونکی تاریخ مو په سوله خوښي کردار وویاړي.»

طالبانو په خپله اعلامیه کې ولسمشر ټرمپ ته سپارښتنه کړئ « امریکايي ځوانان د دې لپاره نه دي پیداشوي چې د افغانستان په دښتو او غرونو کې د غلو  او مفسدو چارواکو د واکمنۍ ټینګولو لپاره ووژل شي او نه هم ښايي د هغوئ میندې او پلرونه په افغانستان کې د هغوئ په لاس د ولسي افغانانو په وژلو راضي وي؛ بلکې امریکايي ځوانان د امریکا هغه بشري سرمایه ده چې د هغوئ  ژوند ژغورنه  په سرکې ستاسي او بیا د ټولو امریکايي چارواکو تر ټولو ستر مکلفیت دی، البته دا به د امریکا د وخت د حاکمانو یوه تاریخي اشتباه وه چې امریکايي ځوانان یې دافغانانو وژلو ته را ولیږل، خو تاسو ته د امریکا د یوه مسئول ولسمشر په توګه دا په کار دي چې د خپلو سلفو له اشتباهاتو څخه په عبرت اخیستو سره نور په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړئ.»

طالبانو په عین حال کې امریکا ته ډاډ ورکړی چې دوی نورو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل چا پرضد کار واخلي.

امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې له تروریستی حملو وروسته هغه مهال په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم حمله وکړه چې طالبان حاضر نه شول پر امریکا د حملو طراح اسامه بن لادن امریکا ته وسپاري یا یې د افغانستان له خاورې وشړي.

3 thoughts on “طالبانو له امریکا وغوښتل چې افغانستان ته نور ځواکونه راونه لېږي”
  1. و ستا ښځه د ټلیب و غیم تاسره د امریکی د ځوانانو غم اشته خو هر ورځ چی زما د ملک ځوانان په انتهاری او خر مرګو وژنی هغه ځوانان ندی ستا ښځه nبی ایما سپی وغیم

  2. خدای دې د طالبانو بېخ او بکر وباسي چې ولس یې د درې عربانو په خاطر تباه او برباد کړ.

  3. سلامونه تولو لوستونكوته.
    هروروه دتبصري لوست اونيوكي حق لري هوبايد فه هرشي كي ادبيات مراعات كري دتاند صفحه دتولو فشتنو اوافغانانو ده تول حق لري جي ولولي تبصره وكري داسي دول تبصري دي صفحي ته
    زيان رسوي اوجانب مقابل ته هيس ته تاون نشي رسولي خفله دتبصري والا دشخصيت شكارندوي هم كوي بايد منطقي تبصري وكرو..مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *