تاند- افغان طالبان وايي چې له ایراني چارواکو سره یې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي.
طالبانو نن /سې شنبه/ یوه ورځ وروسته له دې له ایراني چارواکو سره خبرې تایید کړې، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي وویل، د طالبانو یو پلاوی تهران ته راغلی چې له ایراني چارواکو سره د سولې پر بهیر خبرې وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دا هم وویل چې دا په وروستیو ورځو کې له طالبانو سره د دوی د خبرو دوهم ځل دی.
طالبانو پر ټویټر په یوه پیغام کې تهران ته د خپل پلاوي سفر د سیمې له هیوادونو سره د تماسونو په لړ کې بللی او لیکلي یې دي«دغه هیت د ایران مرکز تهران ته استول شوی، تر څو له اشغال څخه وروسته افغانستان او سیمې ته د سولې او امن د اعادې په اړه له ګاونډي هیواد ایران سره خپل نظر شریک کړي.»
تر دې پخوا هم په ځلونو د ایران او طالبانو ترمنځ د پټو تماسونو ادعاوې شوي خو ایران او طالبانو دا ادعاوې رد کړي دي.
په ابوظبي کې د ایران د دوو سختو سیالانو سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون له امریکايي او پاکستاني استازو سره د طالبانو وروستیو خبرو ایران تر یوه حده اندېښمن کړی و. ایران په دې سخت اندېښمن دی چې د افغانستان د سولې ابتکار سعودي عربستان او متحده عربي امارات په لاس کې واخلي. تهران ته د طالبانو د پلاوي سفر به د ایراني چارواکو اندېښنې تر یوه حده کمې کړي وي.
د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو عام خلک او چارواکي وايي چې ایران د طالبانو کلک ملاتړ کوي. د دوی په ادعا ایران نه یوازې طالبانو ته نوې راکټونه او نورې وسلې ورکړي؛ بلکې د ډېرو طالب قوماندانانو کورنۍ د ایران په خاوره کې اوسي او ډېر ځلې په افغانستان کې د وژل شویو طالبانو مړي ایران ته وړل کېږي.
ټاکل شوې ده چې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي په راتلونکو دوو اوونیو کې کابل ته لاړ شي او له طالبانو سره د خپلو خبرو د جزییاتو او د افغانستان په سوله کې د ایران د رول په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.