په نړۍ کې ديپلوماسي ځانگړې زده کړې لري او ديپلوماتان د ځانگړو معيارونو له مخې ټاکل کيږي. خو افغان طالبان چې يو وخت يې پر افغانستان واکمني لرله؛ په دريو هيوادونو کې يې پرانيستې سفارتونه هم لرل او په يو لوى شمېر هېوادونو کې يې نا رسمي نمايندگان هم لرل، ډيرى افغانان يې په اړه فکر کوي چې د کمونستانو او تنظيي واکمنو په پرتله طالبانو غوره واکمني وکړه او په ډيرو تنگو شرايطو کي يې هيواد ته د قانون واکمني او امن راوستل ورسره يې واکمني ولسي بڼه هم لرله.

خو بل پلو ته د طالبانو په شته کميو کې يوه هم له مسلکي پوسټونو سره بې پروايي او مسلکي کادرونو ته بي اعتنايي وه. هغوي د حکومت په وخت کې هم په مسلکي وزارتونو لکه فوايد عامه، عامې روغتیا او معادن اوصنايع باندي ملايان وزيران کړي وو او حتى تر دې چې د عامې روغتیا د نسايي او ولادي څانگې مشر هم ملا گلرنگ او يا ملا بيدار اخوند و!

او س هم د طالبانو په ديپلوماتيکو کړيو کې له يو څو موزونو اشخاصو پرته همدا حال دى. همدا اوس يوې سرچينې تاند ته ويلي چې طالبانو د قطر له دفتر نه د ياد دفتر د خريداري مآمور او د گونتانامو نه د راخلاص شوي يوه طالب مشر د موټر چلوونکى حاجي عابد د دفتر په استازيتوب د ايران په سفر دى.

نوموړى له ايراني مامورانو سره د ترجمان په توسط خبري کوي او هغه پښتون چې د ده خبرې ژباړې هغه هم د ده په ژبه سم نه پوهيږي، ځکه چې عابد د ژبې د لکنت په وجه پخپله مورنۍ ژبه هم سمې خبرې نشواى کولى.

4 thoughts on “طالبانو له ایرانیانو سره د خبرو لپاره یو موټرچلوونکی تهران ته استولی”
  1. د طالبانو پټه لوبه د بل چا په لاس کې ده او هغوی نه غواړي چې په طالبانوکې پوه او متخصص کسان پیدا شي. له معارف سره د طالبانو مخالفت، هم د دې لړۍ یوه کړۍ ده. که عابد ډریور و نو ملا عمر څه و؟ د ملا سلام ضعیف کتاب وګورئ، هره کرښه کې یې درې غلطۍ دي.

  2. ځکه چې عابد د ژبې د لکنت په وجه پخپله مورنۍ ژبه هم سمې خبرې نشواى کولى.

    تاندوالو ورونو سلامونه او احترامات

    زه د لکنت په معنی پوه نه شوم او بل داچه دغه لغت په کومی ژبی پوری اړه لری؟

    په درناوی

  3. نو چی طالبانو کې هوښیار او مسلکې خلک موجود وای جنګ به يی ولې کاوه. هغوی د کلي ساده او بیسواده ملایان دي چې نه په اقتصاد پوهیږي، نه په سیاست او نه په بل څه

  4. هغوی به په وزارت کی په بړستن نه کیښناستل
    بړستن کور کی او یا د ویده کیدو ځای کی د توشک ضمیمه وی او باید واغوستل شی خو دی جاهل قشر به په وزارتونو کی هم اوری کړی وی دوی د پاکستان په امر افغانستان د مغارو دور ته ودی وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *