خبریال: اتل زړور (جلال اباد): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې سیمه ییز چارواکي او خلک وايي طالبانو د دې ولسوالۍ بازار د روژې میاشتې له پيل راهیسې تړلی او هیڅ دوکاندار ته د دوکان پرانیستو اجازه نه ورکوي.
د سیمې د خلکو په وینا طالبانو په دې بهانه بازار تړلی چې ګواکې تر څنګ یې د ولسوالۍ چارواکي او پولیس ترې سودا اخلي.
په حصارک بازار کې شاوخوا شپږ شلې دوکانونه شته چې یو یې هم دطالبانو له وېرې له تېرو اوو میاشتو نه دی پرانیستل شوی.
سره له دې چې په دغه ولسوالۍ کې څو ځلې د پوځي عملیاتو په نامه هڅې وشوې، خو طالبانو له 2012 کال راهیسې محاصره کړې او ټولو دولتي مامورینو تګ راتګ او اکمالات یې د هوا له لارې کېږي.
یو دوکاندار چې له وېرې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي (د لکونو پيسو سودا په مو دوکانونو خوسا شوه خو د طالب له وېرې دوکان شو پرانیستی او نه هم دحکومت له وېرې دوکان بل ځآی ته انتقالولی شو)
دی زیاتوي (له دې چې بازار د کنډوالې په څېر شوی، آن سپیان یې هم ټول مړه شوې دي)
په دغه سیمه کې یو بل دوکاندار چې قصابي کوي وايي، طالبانو ورته ویلي که هر چا دوکان پرانیست، برخلیک به یې مرګ وي نو د ده په وینا ځکه هیڅوک د دوکان د خلاصولو جرات نه هم شي کولای.
په سیمه کې د داود په نوم یو قومي مشر چې اوس له وېره جلال اباد ښارته تښتېدلی وايي، خلک د سودا اخیستو لپاره یا سروبي ولسوالۍ ته ځي او یا هم شیرزادو ولسوالۍ ته په موټرو کې ځي.
نوموړی وايي ( دخلکو ژوند دومره تریخ شوی چې ګڼو خلکو له مجبوریته کډې بار کړې دي خو څوک یې غم نه خوري)
یوه بل قومي مشر د نوم د نه ښوولو په شرط وايي، طالبانو په کلیو کې هم هغه کوچني دوکانونه اوس تړلي چې د ولسوالۍ په څو کیلومترۍ کې پراته وو.
د ده په وینا د حصارک ځینې قومي مشران د دې ستونزې د حل لپاره آن د طالبانو کوټې شورا ته هم ورغلي وو، خو وايي چا غږ وانه ورېده.
د سیمې خلک وايي، طالبانو ځکه د ټولو دوکانونو د تړلو پرېکړه کړې چې د دوی په باور حکومتي ځواکونه ترې سودا اخلي خو وايي حکومت سرتیرو ته هر څه د هوا له لارې ورځي.
د حصارک ولسوالي عبدالخالق معروف مني چې په حصارک کې بازار له اوو میاشتو راهیسې طالبانو تړلی دی.
نوموړی وايي، طالبانو د حصارک په بازار کې ټولو دوکاندارانو ته ګواښ کړی که دوکانونه یې خلاص کړل، کورونو ته به یې اور ورته کړي.
ښاغلی معروف وايي، دوی له دوکاندارانو بیا بیا غوښتنه کړې چې بازار ته ورشي خو وايي دوکانداران د طالبانو له ګواښونو وېرېږي نو ځکه بازار ټول تړلی دی.
په دغه بازار کې د رختونو یو دوکاندار وايي (( دلکونو کلدارو مال مې په دوکانونو پاتې دی، په همدغه کار مې ژوند روان و خو اوس هرڅه ختم شول. د طالب له وېرې دوکان نه شو خلاصولولی او د حکومت له وېرې دوکان بل ځای ته نه شو انتقالولی))
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه وايي.
حصارک ولسوالي چې له شیرزادو د کابل له سروبي، خاکجبار او د لوګر له ازرې ولسوالۍ سره پوله لري، دوه میاشتې وړاندې پکې د ننګرهار وتلی امنیه قومندان زړور ذاهد هم په یوه چاودنه کې وژل شوی و.
د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل څه موده وړاندې په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي و چې په حصارک کې د ځانمرګو د روزونې کمپونه شته او په دغه ولسوالۍ ناامني کابل ته لوی ګواښ دی ځکه کابل سره تړلې ولسوالي ده.
پر دغه ولسوالۍ کې د کابل- جلال اباد د دویم سړک لوی برخه تېرېدونکې ده خو اوسنیو ناامنیو او د طالبانو پراخ حضور ته پام سره، په دغه ولسوالۍ کې د دې مهم سړک تېرېدو شونتیا نه لېدل کېږي.
له ټالیبه د انسانیت غوښتنه .
ټالیب خپله اصلي څهره ولس ته ښيي.
ټالیب به هیڅکله د افغانانو ژوند ښه والي ته کار ونکړي.
یواځیني لار ئې داده چې د سیمې ټول خلک په یوه غږ سره د دې منحوسې پدیدې پرضد ملي قیام وکړي ترڅو له ټالیبي جهالت نه ځانونه خلاص کړي. د سیمې ملا امامان او دیني عالمان ، سپین ږیری ، مشران باید خپل اسلامي او افغاني دین اداکړي.
دوی خو وايي چې موږ له ټولګټو شیانو څخه ساتنه کوو!