د وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې سلګونه کندهاري، زابلي،… او نور طالبان راحشر شوي…ولسوالۍ یې محاصره کړې… د ځینو لنډو کورونو څخه یې د ولسوالۍ په لوري لغمونه کیندل پیل کړي… د ولسوالۍ شا او خوا کورونه یې خالي کړي. وايي موږ دا ولسوالي له بېخه وکاږو. .. دروازي ټکوي. په زور ډوډۍ غواړي… په زور د خلکو په کورونو کې شپې کوي… طالبان وايي د دې ولسوالۍ نقشې مو پاکستان ته هم یوړې.. هلته مو د مشرانو او مسلکی خلکو په مشوره پلانونه جوړ کړل… خو د دې ولسوالۍ تسلیمول یو څه سخت دي خو بیا هم موږ جهاد کوو…
په ولسوالۍ کې مو د عید محمد په نامه د یو شخص د زړه حال را اخیستی چې ښايي له دې څخه لوستونکی د جغتو ولسوالۍ حالت د زړه په سترګو وویني…. عید محمد وايي.
“یا الله که زموږ په دې حالت ستا رضا وي. که زموږ په دې حالت ستا کلیمه لوړېږي، که زموږ په دې حالت ستا د دښمنانو ارمانونه خاورې کېږي. نو بیا هم خیر دی. زه، زما نهه سره کورنۍ، زما کلی، زما ولس او زما ټول هېواد دې په همدې ناورین او غمیزه کې غرق وي… موږ د ټول ستا له دین څخه قربان شو… مګر یا الله که دا د اسلام په نامه د جاهلانو لوبه وي. د اسلام په نامه د پردیو شخصی او شیطاني اغراض وي. یا الله ته مو نور له دې حالته خلاص کړې!! دا پر موږ څه روان دي؟ نوم د اسلام اخیستل کېږي، خو عمل د کافر روان دی. نوم د جهاد اخیستل کېږ خو عملا ظلم روان دی،… نوم د مجاهد اخیستل کېږی خو عملا غل، فاسق او جاهل لاسبری دی. هر هغه څه کوي چې زړه یې غواړي….”
هغه وايي: ” په کور کې یوه خونه کوچني ماشومان را دې غواړي دي… ځمکه خو له ۴۰ منه زیات غنم نه شي را کولی. په کال کې یو یا دوه ځله کلي په کلي ګرځم ترڅو کوم پیدا کړم او د ژمني غله وګټم… څلور ورځې مخکې مې له یو دوکاندار څخه ۵۰۰ کلدارې قرض کړې او غزني ته راغلم او له دې ځایه مې له دریو نورو کلیوالو سره کلي په کلي د کار پلټل پیل کړل، چې که چېرې خټې، د کاریزه کار او یا بل څخه مزدوري پیدا کړم. کلیوال ته مې له کوره زنګ راغی مېرمن مې د هغوی کور ته ورغلې وه او احوال یې راکړ چې په سلګونو طالبان راغلي او ولسوالي یې محاصره کړې.. او موږ ته یې ویل چې له کوره ووځئ موږ په ولسوالي جګړه کوو… که تاسې ولګېدئ ګیله مو له ځانه وکړئ.
له ځان سره مې ویل چې زموږ په ولسوالۍ کې کوم کفر شته. پولیس مو والله بالله ثم تالله له طالب څخه شرفداره دي… د همدې افغانستان بېوزله خلک دي. همداسې موږ غوندې غریبې او بېوزله کورنۍ لري. همداسې یې ماشومان پرېښې او موږ غوندې مسافر دي. طالبه که تاسې جګړه کوئ نو ولي نیغ په نیغه بګرام، ګمبیري، د کندهار هوايي ډګر ته نه ورځئ؟
د ولسوالۍ شا او خوا ۲۰۰۰ کورنۍ د جګړې له وېرې څوک کښته او څوک پورته منډې وهي. ټول هک پک دې چې کومې خوا ته لاړ شي… خپل مالونه څنګه کړي… خپل کورونه څنګه کړي… څوک چې د کرایې وس او یا په غزني او کابل کې خپل او خپلوان لري هغوی خو به هلته لاړ شي مګر دا موږ چې په اسمان ستوری او په ځمکه سیوری نه لرو کومې خوا ته لاړ شو….
موږ هک پک یو چې طالب له دې جګړې څه غواړي.! ددې ۲۰۰۰ کورنیو په بې ځایه کېدو… او ځورېدو سره به سپینه ماڼۍ رنګه شي او که به د اسلام دایره اروپا ته وغځېږي..؟ طالب خو لومړی دا ولسوالي نه شي نیولی. که یې وهم نیسي نو ساتلی یې نه شي، نو ولې د خلکو ځورول او د کورونو ړنګول .. څه مانا لري!؟؟
طالبه په تېرو پنځلسو کلونو کې تاسې موږ ته څه خدمت وکړ… زموږ کوم جومات… مدرسه مو را جوړ کړل… زموږ کوم زوی مو را ته ملا او مولوي کړ…. طالبه زه خو دې ښه پېژنم چې څنګه پاکستان ته ځې او خپله را ته کیسې کوې چې آي اس آي څنګه روزنه او اسلحې درکوي… نو ولې د اسلام په نامه د پاکستانیانو خدمت کوي. ولې خپل کلی کور د پردیو لپاره ورانوې. ولې موږ بېوزلان کړوې!؟؟!
طالبه! خپلو ټولو ماشومانو ته مې ویلي چې لاسونه مو د الله له دربار څخه مه کښته کوئ او تل دا وایاست چې طالبه الله دې مینه ډونډه او سپېره کړه. الله مو کور ته بده ورځ در جوړه کړه. دا مې د زړه درد او څړیکه ده. الله که ستا په دربار کې د مظلوم آه د منلو وي. نو زموږ آه همدا دی، چېطالبه الله دې مېنه سپېره کړه!! الله مو زموږ له کلي… زموږ له سیمې ورک کړه.!!
څومره دردناک حالت دی
جغتو والو الله دی رحم درباندی وکړي
الله مو له طالبی شره خلاص کړه
زمونږ هم دادعا ده
آمین ثم آمین
دا د پښتنو دشمنان دی
دوی د اسلام په نامه هیڅ کوم څه نه پيژنی
دوی پښتانه پردی غلامان کړل
دوی پښتانه دنیا ته د تروریست په نوم معرفی کوی
دوی د پنجاب پلانونه عملی کوی
دوی زمونږ بچیان او وروڼه او خویندی بی علمه را پاتی کړل
دوی زمونږ ښونځی او کلینک را سوځی .
دوی اوس لګیا دی سړکونه په برقی ارو باندی ورانوی
له بده مرغه تالیبان انګریزی نسخه ده چی د تطبیق چاری یی د پاکستان په لاس ورکړیدی اوستراتیژیکه موخه یی د سیمی د اقتصادونو (چین،روسیه او هند) کنترول دۍ چی د سیمی د بی ثباتۍ له لاری یی تر لاسه کوی.کچیری چا ته په یاد وی هغه مهال تالیبانو کابل نیولۍ وو او شمالی ټلواله په پنجشیر کی دیره وو نو د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیری(مادلین البرایت) دافغانستان د سفر په وخت له کابل نه پنجشیر ته ولاړله او هلته یی دمطبوعاتی ناستی په ترځ کی وویل: له هغه وخته چی تالیبان رامنځته شول دامریکا تخصیص د افغانستان لپاره دوه چنده شو.دعقل څښتنان ورباندی پوهیږی
O people of Jaghsto
Expell these dirty people. Enemies of the humanity.