تاند- پاکستاني طالبانو وویل، د دې لپاره یې له حکومت سره د خبرو لپاره په خپل مرکچي پلاوي یا کمېټه کې خپل غړي نه دي شامل کړي چې حکومت هم د خپلو چارواکو په ځای نور خلک د خبرو لپاره نومولي دي.
د طالبانو یوه مشر احسان الله احسان وویل:«د حکومت په مرکچي کمېټه کې یوازې یو حکومتي غړی شامل دی. څرنګه کمېټه چې حکومت ټاکلې هماغسي کار موږ هم کړی دی، که حکومت خپل مرکچي پلاوی له خپلو دولتي چارواکو جوړ کړي، موږ به هم د خبرو لپاره له خپلو غړیو کمېټه جوړه کړو.»
طالبانو د پاکستان د حکومت له لوري له څلور کسیزې کمېټې سره د خبرو لپاره د تحریک انصاف ګوند د مشر، عمران خان، د جمعیت علمای اسلامي د (س) ډلې مشر مولانا سمیع الحق، د فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام د (ف) ډلې مفتي کفایت الله ، د جماعت اسلامي مشر پروفیسر ابراهیم او د اسلام اباد د لال یا سور جومات مولانا عبدالعزیز نومونه اعلان کړي دي.
تر دې مخکې د پاکستان حکومت ژورنالیست رحیم الله یوسفزی، پخوانی سفیر رستم شاه مومند، ژورنالیست او شناند عرفان صدیقي او متقاعد جګړن محمد عامر له طالبانو سره خبرو ته معرفي کړي ول.
د طالبانو د تحریک احسان الله احسان وویل:«حکومت دې خپل چارواکي د خبرو لپاره رامعرفي کړي چې موږ هم خپل غړي خبرو ته ورسره کښېنوو.»
ده دا هم وویل چې تراوسه پوري یې خپله هیڅ غوښتنه د پاکستان حکومت ته مطرح کړې نه ده او څه چې د پاکستان په رسنیو یا ټولنیزو شبکو کې ویل شوي له دوی سره تړاو نه لري.
عمران خان، د طالبانو له لوري خبرې نه شم کولی
له بلې خوا د تحریک انصاف مشر عمران خان، نن د خپل ګوند د مرکزي شورا له غونډې وروسته اعلان وکړ چې د طالبانو له لوري د پاکستان له حکومت سره په خبرو کې د ګډون غوښتنه نه شي منلی.
تحریک انصاف ګوند په یوه خبرپاڼه کې، چې نن /دوشنبه/ یې خپره کړې ده، ویلي چې د دغه تحریک مشر عمران خان طالبان په دې ستایي چې پر ده یې باور کړی دی خو له دې سره سره نه شي کولی چې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې ګډون وکړي.
عمران خان له طالبانو سره د حکومت څلور کسیزه کمېټه تایید کړې او ویلي یې دي چې پر هغې باور لري.
ده دا هم ویلي چې د حکومت په څلور کسیز پلاوی کې د تحریک انصاف استازی رستم شاه مومند شامل دی.
مننه گرانه