تاند- راپورونه وايي چې طالبانو له خپلې قیادی شورا څخه دوه مهم طالب مشران ایستلي دي.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته یوه طالب مشر ویلي چې د کوټې شورا د طالبانو دوه مشران ملا عبدالرزاق او ملا حسن رحماني په دې خاطر له دې شورا څخه ایستلي چې د ملا اختر محمد منصور مشري یې نه منله.
ملا عبدالرزاق د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کورنیو چارو وزیر او ملا حسن رحماني د کندهار والي و.
ایکسپریس تریبیون وايي چې دوی دواړه تېر کال د طالبانو په هغه مرکچي پلاوي کې شامل ول چې د چین په ارومچي ښار کې یې د افغانستان د حکومت له پلاوی سره وکتل.
د تېر میلادي کال په جولای کې وروسته له دې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مړینه تایید شوه، ملا اختر محمد منصور، چې تر هغه وخته د طالبانو د ډلې مرستیال و، مشر اعلان شو.
خو د ملا عبدالرزاق او ملا حسن رحماني په شمول د طالبانو د کوټې د شورا یو شمېر غړیو او ځینو قوماندانانو د منصور له مشرۍ سره مخالفت وکړ.
دوی وروسته ملا محمد رسول اخوند خپل مشر وټاکه.
ایکسپریس تریبیون وايي، د طالبانو یوه مشر، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل:«د دې لپاره چې رزاق او رحماني له امیرالمومنین سره بیعت نه دی اعلان کړی، له رهبري شورا څخه وایستل شول.»
ده همداراز وویل چې د ملا عمر زوی ملا یعقوب د مشرتابه په شورا کې شامل کړای شوی. د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان ته په سیاسي کمیسیون کې مسوولیت سپارل شوی دی.
دوی دواړو په پیل کې د ملا اختر محمد منصور له مشرۍ سره مخالفت کړی وو.
د دوی د مخالفت په نتیجه کې په زابل، فراه او هرات ولایتونو کې د دواړو ډلو ترمنځ سختې او خونړۍ نښتې وشوې. او دا هم ویل کېږي چې ملا اختر منصور د همدغو اختلافاتو په لړ کې د خپلو مخالفانو له لوري سخت ټپي یا ووژل شو.
ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه هم وايي، داسي شواهد نشته چې وښيي ملا اختر محمد منصور ژوندی دی.
د ده د مشرۍ د مخالفې ډلې ویاند او مرستیال ملا عبدالمنان نیازی وايي چې ملا اختر محمد منصور وژل شوی دی.
له دې سره سره چې د منصور د ژوند او مرګ په اړه شکونه څرګندېږي، دوو طالب مشرانو هڅه پیل کړې چې له هغو قوماندانو او طالب مشرانو سره خبرې وکړي چې لا هم د منصور د مشرتابه مخالفت کوي.
ملا مطیع الله چې په ملا ناني مشهور دی او ملا ترابي، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د عدلیې وزیر و، غواړي چې له ملا عبدالقیوم ذاکر سره خبرې وکړي. ذاکر، چې په جنوب کې د طالبانو تر ټولو لوی قوماندان ګڼل کېږي، له منصور سره د اختلاف له کبله د تېر کال په اپریل میاشت کې د طالبانو د پوځي کمیسیون له مشرۍ لېري کړای شو.
ویل کېږي چې دا دوه پخواني طالب مشران د طالبانو په منځ کې زیات نفوذ لري او خبرو ته یې اکثره طالب قوماندانان غوږ نیسي.
صلحه دخدای تعالی ج خوښه او مسمانان بایدصلحه ، اتفاق او اتحاد وکړی ځکه بری په اتفاق او اتحادکی دی . ،