تاند، سه شنبه، د دلوې لومړۍ: طالبان وايي، د سیاسي دفتر پلاوي یې د ملا برادر په مشرۍ له زلمي خلیلزاد او سکاټ میلر سره یو وار بیا لیدنه کړې ده.

د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین د دغې لیدنې په اړه پر خپل ټویټر لیکلي، ملا عبدالغني بردار، شېر محمد عباس ستانکزي او مولوي امېرخان متقي په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر سره لیدلي.

د شاهین په خبره دا ځل لیدنه کې د سولې پروسې په راتلونکو پړاوونو تفصیلي بحثونه شوي او دا لیدنه به نن هم دوام وکړي.

سرچینې وايي، طالبانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له قومندان سکاټ میلر سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د راکمولو په طرحه خبرې کړې دي چې تر کومه حده به امریکايي ځواکونه او تر کومه حده به طالب لوری زیات بریدونه نه کوي.

داسې اټکل شوی چې طالبان به په لویو ښارونو، لویو لارو او امریکايي بیسونو ته نږدې لوی بریدونه نه کوي او په مقابل کې به یې امریکايي لوری پر طالبانو هوايي بریدونه نه ترسره کوي.

2 thoughts on “طالبانو له سکاټ میلر او خلیلزاد سره د تاوتریخوالي په راکمولو لیدنه کړې”
  1. د تاو تریخوالی کمیدل یوه بی معنی کلمه ده او مطلب یی د جګړی د دوام پرته بل څه نه ده. دا اصطلاح د پاکستان د اردو اختراع ده او د جګړی موقت یا دایمی دریدو سره هیڅ ارتباط نه لری. یعنی وینی به بهیږی. پاکستان غواړی چی امریکا له افغانستان څخه ووځی تر څو په افغانستان کی دوی بیرته د خپلی خوښی حکومت جوړ کړی. هغه حکومت چی په وزارت خارجه کی به یی پاکستانیان د پګړیو او ږیرو سره ناست وی او د اردو قوماندانان به یی پاکستانی ملایان وی. فتوا ګانی به د کراچی مفتیان ورکوی. د ملا قلمدین په وینا کشمیری مجاهدین به د افغانستان لرغونی اثار له منځه وړی او باغونه او کروندی به یی ورانوی. او شعارونو ورکولو ته به یی یوه ډله بیخبره افغانان د ملا او طالب په نامه کینولی وی. یو با وقاره او باعزته افغان هم باید دا معامله و نه منی داوسنی حکومت دریځ که امریکاییان یی پری بدل نه کړی د ملاتړ وړ دی.

  2. قریشی اعلان کړی چی راتلوونکی که به ټرامپ پاکستان ته سفر ورکړی بل لوری ته سولی د چارو ویانده وایی

    په قطر کې د طالب استازیو او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر ترمنځ د سولې خبرې اترې له تېرو دوو ورځو راهیسې روانې دي.

    که څه هم د سولې خبرو په دغه پړاو کې تمه کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، سکاټ مېلر بېرته کابل ته راغلی او د دواړو لوریو ترمنځ د سولې په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

    د هغې په وینا، مېلر له طالب استازو سره د اوربند او له هېواده بهر، په ځانګړې توګه پاکستان کې د طالبانو پر مرکزونو خبرې کړي، خو په وینا یې، دواړه لوري په دې برخه کې کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

    دا داسې مهال دی چې تېره ورځ د سویس په داووس ښار کې د نړۍ د اقتصادي ناستې په څنډه کې د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ترمپ سره په لیدنه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیلېدل مهم بللي و.

    په همدې حال کې یوه پخواني طالب چارواکي مولوي قلم‌الدین ویلي چې تېره ورځ د امریکایي پلاوي او طالب استازیو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک د لاسلیک کولو د نېټې او ځای په اړه خبرې شوي، خو په وینا یې، ځینې کړۍ شته چې غواړي د سولې خبرې سبوتاژ کړي.

    تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د روانې جنوري میاشتې تر پایه به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک او بیا به بین‌الاافغاني خبرې پیل شي.

    خو اوس داسې ښکاري چې د هوکړه‌لیک لاسلیک ته لا هم وخت شته او د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اډو او له دغه هېواده یې د وتلو په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ چنې روانې دي.

    بل لوری ته ټرمپ له ولسمشر اشرف غنی سره لیدنه کی ویلی چی
    ډونالډ ټرمپ: د طالبانو جګړې پرېښېدلو لپاره د هغوی ښکاره تعهد ته اړتیا ده

    همدارنګه ولسمشر اشرف غنی بیا یو رسنی سره په خبرو کی ویلی
    ولسمشر غني: که طالبان له جګړې لاس اخلې نو ملت یې منلو ته تیار دی

    ولسمشر محمد اشرف غني،چي د سويس په داووس ښار کي د نړیوال اقتصادي ناستي ګډونوال دئ، هلته د یوې رسنۍ سره د خبرو پر مهال وويل،چي پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او اوسني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره یو مخ لیکل شوی پلان هم نه لري.

    هغه ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرې د ده په ماموریت کې پیل شوي، هغه څه چې د کرزي په ماموریت کې ترسره نه سو.

    ولسمشر غني څه موده مخکې د افغان سولې لپاره یو اووه مادییزه طرحه خپره کړه، چې یاده طرحه د عبدالله عبدالله لخوا یوازې د هیلو نوملړ یاد شو؛ نه د سولې طرحه.

    ولسمشر غني پر طالبانو هم نیوکې کړي، او ویلي که طالبان رېښتیا هم سوله غواړي، نو افغان ټولنه او افغان حکومت
    یې منلو ته هر وخت چمتو دی، خو که د نظام د ړنګولو فکر په سر کې لري، بیا یې حکومت پر وړاندې درېږي.

    همدارنګه ویل کیږی

    قطر کې د امریکا متحده ایالاتو د سولې د خبرو پلاوي درک کړې چې تر څو طالبانو ته پاکستان اجازه ور نه کړي، ځینو مواردو باندې هوکړه نه کوي.
    هسې هم افغانان له څو کلونو راهیسې بیخي په دې پوه شوي چې طالبان د پاکستان ملیشې دي او د اسلام او جهاد په نوم ورته امکانات ورکوي چې خپل وطن وران کړي او خپل ورونه افغانان ووژني.
    اوس یو ځل بیا مالومه شوه چې د سولې او جګړې اصلي ادرس پاکستان دی او د افغانستان جګړه د پاکستان جګړه ده چې د طالب په نوم د پاکستان ملیشې یې مخ ته وړي.
    امریکایي پلاوی قطر کې له طالبانو سره هوکړې ته نږدې شوی، خو د سولې له هوکړې وړاندې ځینې موارد شته چې باید طالبان یې ومني او یا تضمین ورکړي، خو طالبان د پاکستان له ډاره پریکړه نه شي کولی.
    د قطر ځینې سرچینې وایي، د طالبانو د پلاوي څو غړو له خلیلزاد غوښتي چې ځینو مواردو کې له اسلام اباد سره مشوره وکړي او دوی نه شي کولی چې ازادې او خپلواکې پریکړې وکړي.
    طالبان ځکه دا کار کوي چې له پاکستان سره بلک میل دي، د ځینو کورنۍ یرغمل دي، ځینو ته پاکستان هوسا ژوند برابر کړی او پيسې او امکانات یې ورکړی، نو که طالب مشران د سولې خبرو کې د پاکستان له غوښتنو مخ واړوي، همغه ورځ یې ټول رازونه ښکاره کوي.
    طالب مشران چې په بیلابیل ډول له پاکستان مجبوریتونه لري، د خپلو او پاکستان د عزت ساتلو لپاره پردي اولادونه ناحقه جګړه کې جنګوي او د افغانانو بې عزتي پکې کوي.
    اوس د سویلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ایلس ویلز اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه بوخته ده چې څنګه کیدلی شي، پاکستان راضي کړي چې طالبانو ته د ځینو پریکړو صلاحیت ورکړي.
    د قطر خبرو کې د افغان حکومت دوه شرطونه دي چې باید طالبان یې له هوکړې وړاندې ومني، خو دا چې دا شرطونه پاکستان ته د منلو نه دي، طالبان یې هم نه مني او ټینګار کوي چې لومړی له امریکا سره خبرې یو طرفه کوي.
    خو امریکا چې له افغان حکومت سره ستراتيژیک او امنیتي هوکړه لیکونه لري، هیڅکله به نامسوولانه ډول باندې له افغانستان و نه وځي.
    امریکا له افغانستان او نړۍ مجبوره ده چې د دې وطن په پريښودو دلته د سولې پروسه بریالی کړی او پرته له سولې امکان نه لري بهرني پوځونه ووځي، ځکه له دوی به خپل ملت پوښتنه کوي چې تاسو افغانستان کې جګړه ګټلې او که بایللې.
    افغان حکومت امریکا په دې مجبوره کړې چې له طالبانو سره د سولې له هوکړې وړاندې باید پر هغوی اوربند او بین الافغاني خبرې ومني، که دا خبرې او اوربند نه وي، نو نباید امریکا هوکړه وکړي.
    خو پاکستان طالبانو ته ویلي چې افغان حکومت په رسمیت و نه پيژني او د کابل ادارې په حیث یې وپيژني، له همدې کبله پاکستان نه غواړي چې اوربند وشي او بین الافغاني خبرې پيل شي.
    پاکستان په دې لټه کې دی چې بهرني ځواکونه به وځی او د دوی ملیشې (طالبان) به یو ځل بیا په کابل واکمن کیږي او د دوی د خوښې حکومت به رامنځ ته کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *