تاند، شنبه، د ثور ۱۳مه: سرویټرز اژانس خبر ورکړی چې طالبانو له امریکا سره د سولې له هوکړې وروسته په ۴۵ ورځو کې په افغانستان کې ۴۵۰۰ بریدونه ترسره کړي دي.

 رویټرز د سرچینو له قوله ویلي، په ۴۵ ورځو کې ۴۵۰۰ بریدونه ښيي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی خورا لوړ شوی دی.

رویټرز د یوې لویدیځوالې او بل د افغانستان د حکومت د یوې خپلواکې ادارې د سرچینې له قوله ویلی، د طالبانو لخوا ۷۰ سلنه بریدونه د مارچ له لومړۍ څخه د اپرېل تر ۱۵مې پورې شوي دي او دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله بې کچې زیاتوالی ښيي.

  بلخوا د افغان حکومت د ورکړیو شمېرو له مخې په دغه موده کې له ۹۰۰څخه زیات ملي او سیمه ییز ځواکونه د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي په داسې حال کې چې دا شمېر تېر کال په همدې موده کې ۵۲۰ ته رسېده.

 راپور وايي، تېر کال په همدې موده کې د طالبانو تلفات ۱۶۶۰ تنه وو، خو سږ کال د تهاجمي او هوايي بریدونو د بندېدو له کبله د طالبانو د مړو شمېر ۶۱۰ ته راکم شوی دی.

رویټرز د لویدیځوالو او افغان چارواکو له قوله لیکلي چې د طالبانو د بریدونو زیاتوالی دا ښيي چې یاده ډله د تاوتریخوالي کمولو ته په قصدي ډول اعتنا نکوي.

 په همدې حال کې سیګار هم راپور ورکړی چې امریکايي او ناټو لوری هم د طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه معلومات پټوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *