افغانان په ورځې شمېرې چې د ولسواکۍ له یو مهم ارزښت د میزان په ۲۸مه ګټه پورته کړي او پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي، د دې لپاره یې څو میاشتې وړاندې نوم لیکنه کړې او اوس په کمپاینونو بوخت دي چې د پارلمان لپاره د مناسبو استازو د ټاکنې لپاره رای وکاروي.

دا پروسه یوه ملي پروسه ده چې ټول رول پکې د ولسونو دی او ولسونه په خپلو رایو باندې یو پارلمان رامنځ ته کوي، داسې پارلمان چې د خلکو سم استازیتوب وکړي او د هېواد د راتلونکي په تړاو سمې پریکړې وکړي.

خو طالبانو د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د خلکو د ډارولو لپاره خبرداری ورکړي چې دا پروسه به سبوتاژ کړي، طالبانو دا اعلامیه د خلکو د روان د اغیزمن کولو لپاره خپره کړه، خو له بلې خوا افغان ځواکونو په طالبانو باندې داسې بده ورځ راوستې چې هره ورځ له سلو زیات طالبان پکې وژل کیږي او له دې ډیر پکې ټپيان کیږي.

افغان ځواکونو ته لارښوونه شوې چې د ټاکنو د امنیت لپاره ګواښوونکو سیمو کې عملیات وشي او د ټاکنو لپاره د ۵۱۰۰ مرکزونو امنیت خوندي کړي.

یواځې د ټاکنو د امنیت لپاره ۵۰ زره ځواکونه ځانګړې شوي چې د رای اچونې د مرکزونو امنیت به ساتي او هیچا ته به اجازه نه ورکوي چې د ټاکنو پروسه سبوتاژ کړي.

طالبان چې پخوا یې هم له ولس سره جګړه کوله ، اوس یې بیخي د ولس پرضد جګړه اعلان کړه چې یوه ولسي ملي پروسه باندې یې د بریدونو ګواښ وکړ او د افغان دشمنه هېوادونو په دستور باندې یې د دې پروسې د سبوتاژ کولو اعلان وکړ.

خو ولس په پراخه کچه ټاکنو کې د ګډون نیت لري او هیڅ ځواک نه شي کولای چې له ولس سره ځان ووهي، دا خو لا طالبانو دي، افغانستان کې چې هر زبر ځواک له ولسونو سره ځان وهلی، خیر یې نه دی لیدلی او طالبانو که دا ځل دا ولسي پروسه زیانمنه کړه او ځینو سیمو کې یې خلک له رایو محروم کړل، نو په ولس کې به ترې نفرت څو چنده زیات شي.

طالبان هسې هم د ولس د هوساینې لپاره نه دي پيدا او تل یې ولسونه په غم کینولې او له انديښو سره یې رالوی کړي، خکه طالب ته چې څوک وسله او امکانات ورکوي، په بدل کې ترې کار غواړي، کار څه دی، د هرې ملي پروسې، ملي پروژې او ولسي کارونو پروړاندې خنډونه جوړول.

خو انشاءالله افغان ځواکونو پوره چمتووالی نیولی چې د طالبانو دا ګواښ به خنثی کوي او خلک په پراخه ډول په ټاکنو کې ګډون کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *