تاند- وسله والو طالبانو د افغانستان د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې له پاکستان سره یې اړیکې د دوه اړخیز درناوي پر اساس دي.

ولسمشر غني ویلي و چې طالبان باید له پاکستان سره د خپلو اړیکو د څرنګوالي په اړه توضیح ورکړي.

طالبانو نن ویلي چې په هیڅ هیواد پورې تړلي نه دي او د متقابل احترام پر اساس له پاکستان او د سیمې له نورو هیوادونو سره اړیکې لري.

طالبانو همداراز ویلي چې له نورو هیوادونو سره د اړیکو او تماسونو له لارې غواړي چې خپل پیغام ورسوي او پاکستان هم د یوه ګاونډي هیواد په توګه په دې برخه کې استثنا نه دی.

طالبانو په عین حال کې ویلي چې اشرف غني دې له لوېدیځو هیوادونو سره د خپل ارتباط په اړه توضیح ورکړي.

طالبانو ویلي چې پاکستان له افغانستان سره ډېرې کلتوري او مذهبي ګډولې (استراکات) لري او له پاکستان سره د اړیکو د خرابولو غوښتونکي نه دي.

خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي چې څرنګه یوه ډله له یوه یا څو هیوادونو سره د دوه اړخیز احترام پر اساس اړیکې لرلی شي.

8 thoughts on “طالبانو له پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه د ولسمشر غني پوښتنې ته ځواب ووایه”
  1. is this answer for relation between pakistan&talibs acceptable for afghan nation?
    the answer is NO.
    because talibs is one military unit of pakistan.
    financial/logistic/training and order of all activity is doing by ISI.
    afghans and world knows 1000%.
    this is shame for talibs &lie is prohibited by islam.
    talibs do not have respect to islamic rolls but fallow ISI DIRECTION.
    talibs&mujahid is one project of isi.
    thank you

  2. دوکتور محمد اشرف غني د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر دی چې د خپل هېواد د 32 میلیونو وګړو زعیم او د خپلو خلکو په مستقیمو آراوو په مقابل کې د پنځو کلونو لپاره د اساسي قانون په رڼا کې ټاکل شویدی. په کابل کې زېږېدلی او د لوګر ولایت یې پلرنۍ مېنه ده . د احمدزیو په لوي او نجیب قوم پورې تعلق لري.
    که په امریکا کې یې زده کړې ، کار او ژوند کړی ، بیا هم خپل وطن ورباندې ګران دی . هره ورځ 17 ساعته کار کوي. د دوي کار، پلانونه ، فکر او خدمت د وران او ویجاړ وطن جوړول دي. هره ورځ خپلو مخالفینو ته د سولې او وروري لاس ور اوږدوي چې په وطن کې جنګ ختم شي.
    پاکستان ته یې تر ټولو لومړی سفر وکړ حتي د باجوه دفتر ته ورغی او د ښه ګاونډیتوب لاس یې وراوږد کړ. مګر هغوي زمونږ سرحدي ولایتونه په مرمیو او راکټونو اورولو استقبال کړ. زمونږ پرسوداګرو یې لارې بندې کړي . بالاخره مجبور شو د ایران چابهار او د لاجوردو تاریخي لار یې خپلو هېوادوالو ته پرانیسته.
    اما په مقابل کې د طالبانو د مشرانو سوانح هېچا ته ندي مالومې . چېرته یې درس ویلی او کوم ځای کې اوسیږي. طالبان له سپین بولدک نه خپله جګړه شروع او د کندهار خواته راغلل . پدې لارې انګلیسان او مکناټن هم له شاه شجاع سره راغلي وو.
    طالبانو د اسامه بن لادن او د جیش محمد په شان ترهګرو سره انډیوالي درلوده چې متاسفانه د هغوي فعالیتونو د نړۍ 50 هېوادونو ته لاره هواره کړه چې طالبان هم وځغلوي او د افغانستان خلکو ته یې جګړه په میراث پرېښوده.
    طالبان دا وطن خپل هېواد نه ګڼي ، هره ورځ پلونه او سرکونه ورانوي، ښوونځي سوځوي، روغتونونه اونور عام المنفعه تاسیسات ورانوي. زمونږ هېوادوال مجبوروي چې د تداوي لپاره پاکستان او هند ته سفر وکړي. ستاسو استازي ملا شیرمحمد عباس په عربي زنانه لباس کې اعلان وکړ چې افغانستان مسلحو قواوو ته ضرورت نه لري او هغه به مونږ منحل کړو. له خپل ورور او افغان سره مذاکرې نه کوي خو د پاکستان له آی اس آی نه بیا هر ډول دستور اخیستلو ته شپه او ورځ تیارسئ ولاړ وي.
    ستاسو مشر ملا اختر محمد منصور په پاکستان کې ووژل شو ، اسامه بن لادن د پاکستان د پایتخت او د هغه هېواد د نظامي اډو ترڅنګ ابیټ آباد کې ووژل شو. د ملا یاسرد وژلو غمجنه ویدیو او د پاکستاني پوځیانو له خوا د هغه شکنجه کول ټولو ولېده.
    د ټولو نړیوالو اصولو خلاف په اسلام آباد کې ستاسو د ضعیف ملا وهل ، ټکول او نړیوالو ځواکونو ته تسلیمي د هغه په خپل لیکل شوي کتاب کې ولولئ.
    د پاکستان له اجازې پرته تاسو سعودي عربستان ته سفر ونشو کړای چې له امریکایی لوري سره خبرې وکړي.
    تراوسه چې هرجنایت په افغانستان کې شویدی ، د هغو لکۍ له تاسو او د پاکستان له آی اس آی سره غوټه ده . نو په کوم دلیل تاسو خپل ځان مستقل بولئ، له پاکستان سره متقابله دوستي همداسې وي چې دوي یې کوي؟
    احمدالله بریال

  3. Mr Ghani is educated person but he can not govern the country properly. Many innocent people have died and being killed since he became one head of the two headed government and he does not seem to be cooperating in the peace process.

  4. اسلام علیکم
    پاکستان چه په ځلونو او بیا بیا ویلی دي چه د مجاهدینو او طالبانو حمایت دوی کوی له دی ویری چه د هندوستان د نفوذ مخه و نیول شي خو په اصل کښی پاکستان له افغانستان څخه دوه۲ غوښتنی لري لومړی چه افغانستان د ډیورنډ کرښه په رسمیت و پيژنی او دوهم د افغانستان خارجه پالیسی باید د پاکستان په خوښه وي

    طالب جانه پاکستان څومره بی ګناه مسلمانان د عافیه صیدیقی او مولوی ضعیف په شان ګلتنامو بی ته ولیږل او څو ورځی مخکښی یی وویل چه مونږ طالبان د سولی میز ته راوستل تر څو به په دی ببولالو خلک او ځان غولوی او تیر باسی.

  5. بريال صاحب سترگو نه دي جار شم. دا حرموني كله شرم لري. كه پاكستان يي په كونه لرگي هم ووهي دوي به خپل آواز هم و نه باسي. تَر طالبانو بى شرمه او منحوسه دله په قران كه په دنيا او اخرت كي پيدا شي. دا خو زره درى جاهله او بيسواده خلك دي. ته په خپله قضاوت وكره چي ملا عباس غوندى حرمونى د طالبانو نماينده دى. قواره يي بيخي د سپي په شان ده. دوى د افغانانو له وژلو خوند اخلي. خدا به انشاالله دير ژر دا چتله او پليده دله په شرمو وشرموي
    ژوندي او اباد دي وي أفغانستان. مردار د وي بي حيثيت او پلورل شوي په نامه طالبان

  6. صم بکم عمی فهم لا یرجعون
    اللهم ذللهم وشتت شملهم و دمر دیارهم امین ثم امین.
    د کوم احترام هغه چې برحاله سفیر راونیسی پرتوګ ورڅخه وباسی او د امریکایانو پښو ته وغورزاوی او عافیه صدیقی چې امریکایانو ته ورکړه لعنت پر تاسو او ستاسو دواړو په متقابل احترام .

  7. څه شی چې عیان دي ، څه حاجت د بیان.
    دادی د فکیستان د باندینیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن بیا له خپل جرمني سیال وزیر سره پدې اعتراف کړی چې دامونږ وو چې ټالیبان مو د قطر خبرو ته حاضر کړل . یعنې د دغو څلوربولو لکۍ له مونږ سره ده . که فکیستان ونه غواړي ټالیبان به د افغانانو وژلو ته ادامه ورکړي.
    ظاهرا خو یې په ډیورنډ ګونډې ووهلې او زمونږ په خاوره یې د غزن سیم ترڅنګ پوستې هم جوړې کړې ، خو انشاء الله تعالي دا مړۍ به یې روزي نه شي.
    پاته شوه د ښاغلي اشرف غني لیاقت او هوښياري ، پدې کې هېڅ شک نشته . له یوې خوا کورنۍ بړیڅي او علی بابا له څلوېښتو غلو سره ورته په کمین کې ناست دي . له بلې خوا ټالیبان ، پنجاب ، ایران او نور مخ توري ورته مزاحمت کوي که نه اوس به زمونږ هېواد بیا ګل او ګلزار وای.

  8. په پورته لیکنه کی دا ټکی تر سترګو کیږی چي د طالبانو په زعم افغانستان او پاکستان ډېر مذهبی! او کلتوری! اشتراکات سره لری
    زه یو کمکئ کس خو نه پوهېږم چي ددې اشتراکاتو اصلیت ته په کوم ډګر کی د درناوی او احترام په سترګه کتل شویدی خصوصاً د پاکستان لخوا
    مذهبی او کلتوری اشتراکات خو باید د ورورۍ فضاء ګرمه او نرمه وساتی حال داچي د پاکستان کړنی زموږ په وړاندی نه یوازی د اشتراکاتو پر ټکو بلکه د افتراقاتو پر ټکو راڅرخی
    پاکستان د کوم اشتراک درناوی او مراعت کړیدی؟ هیڅ
    خپله ګاونډیتوب یو لوی اشتراک دی
    په هر مذهب او فرهنګ او عنعنه کی ګاونډیتوب ته په درنه سترګه کتل شویدی دا ګاونډی توب که د کوڅې په کچه وی یا د هیواد په کچه مهمه نده بناً داسی ښکاری چي پاکستان موږ ته د ګاونډی په سترګه نه ګوری البته دا ګیله باید موږ له پاکستان څخه نه بلکه د پاکستان د پلندر څخه ولرو خو کومه ده هغه اوږده او پخه ژبه چي دا درنه دنده تر سره کی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *