تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: د پروان د ټاکنو ولایتي دفتر وايي، طالبانو له دې ولایت څخه د ټاکنو ۱۵ څارونکي تښتولي دي.

د پروان د ټاکنو ولایتي دفتر مشر عبدالقهار وهاب ساپی وايي، په تښتول شویو کسانو کې ۷ ناظران د ټاکنو د کمېسیون، یو د ټاکنیزو شکایتونو او نور د نوماندانو څارونکي دي چې طالبانو د شنبې له ماښام راهیسې په شینوارو ولسوالۍ کې برمته کړي دي.

 خو د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، طالبانو یوازې اته ناظرین تښتولي دي او دوی یې د ځايي ملکانو په مرسته د راخوشې کولو لپاره له طالبانو سره خبرې روانې کړې دي.

د پروان په شینوارو ولسوالۍ کې طالبانو د ټاکنو په ورځ په ګڼو ټاکنیزو مرکزونو بریدونه کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *