تاند- وسله والو طالبانو د افغانستان د ملي امنیت د ریاست هغه ادعا رد کړه چې ګنې د دې شبکې قومندانان له کم عمره هلکانو جنسي سو استفاده کوي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن وویل:« د حقاني د تروریستي شبکې غړي د تریننګ په کمپونو کې له ماشومانو څخه جنسي استفاده کوي.»

د ملي امنیت د ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دې ریاست یو شپاړس کلن هلک نیولی چې سمیع الله نومېږي او غوښتل یې چې په خوست کې د پولیسو پر قومندان برید وکړي.

ملي امنیت د سمیع الله په قول ویلي:«د حقاني شبکې قومندانانو او مشرانو د سمیع الله په شمول پر کم عمره هلکانو جنسي تېری کړی دی.»

ده همداراز ویلي چې د خوست په یوه هوټل کې یې کار کاوه او له هغه ځایه د حقاني شبکې د یوه غړي همایون له لوري د پوځي روزنې لپاره میرانشاه ته بېول شو. د ده په وینا په میرانشاه کې د حقاني شبکې څو قومندانانو ورسره بدعملي کړې ده.

د ملي امنیت د ریاست په خبرپاڼه کې د سمیع الله له قوله راغلي:«د حقاني شبکې د موسي کلیم او د هغه ورور محمد کلیم له لوري راسره څو واري بدفعلي شوې ده.»

ملي امنیت تر دې وړاندې هم طالبان د کم عمره هلکانو سره په جنسي تېري تورن کړي ول.

خو طالبان بیا د ملي امنیت ادعا پوچه او بې اساسه بولي، وايي چې د افغانستان حکومت د طالبانو د بدنامولو لپاره له هیڅ راز تور او تهمته ډډه نه کوي.

5 thoughts on “طالبانو له کم عمره هلکانو سره د بدفعلۍ تور رد کړ”
  1. داسلام مبارک دین دوړو ماشومانو اوسیدل له لویانوسره منعه کړیدی داپدی خاطر چی مسلمانان هم شیطان لری نوهسی نه چی لویان وړوماشومانوته په بد نظر وګوری نوکه داسی نه وی نوولی یی دوی استخداموی دهغه عقل خوخام وی ولوکه جنسی تیری په هکله هم نه وی په هرصورت کی ماشوم ماشوم دی نوله هغوی څخه په جنګی موخوکی کاراخیستل هم ناروا کاردی ځکه هغه مکلف ندی چی خپله موخه وټا کی داچی دوی ماشومان په خپلو لیکوکی استخداموی دا ددی معنی ورکوی چی هغو ی دژوند له هرډول بی نظمیوسره مخ کیږی

  2. طالبان د خپل ټولنیز جوړښت په خاطر په سلو کي ۹۵ خپل جنسي خواهشات د هلکانو سره په لواطت پوره کوي، خو دوی په دې نه پوهیږي چي موږ د الله دجوړ کړي نظام سره څونه په ټکر کي یو او دعوه یې هم د الله په لار کي د جهاد کولو ده، اصلاً دوی بېچاره ګان د یو قوت له خوا د حیواناتو څخه په بدتر حالت استعمالیږي،
    الله دي پر پښتنو ورحمیږي، او الله دي موږ ته سپېڅلي دینداره لارښوونکي راکړي ترڅو دا ګمراه ، جاهل، د الله د نظام دښمنان طالبان اهلي کړي او د ژوند کولو طریقه ور وښیی.

  3. هیله ده چی د دی خواشینوونکی خبر له اوریدلو سره نور زمونږ هیواد وال خپل ماشومان او ځانونه د دنیا او آخرت له عذابه خلاص کړی . هیڅکله خپل ماشومان له داسی جاهلانو سره مه پریږدی. دا د جهالت آخرنی سرحد دی چی له یوه ماشوم سره جنسی تیری وشی او بیا یی ځان وژلو ته چمتو کړی.
    علم زده کول فرض دی ، اما له داسی جهالته خپل ځان ساتل هم فرض دی. څوک چی یوځل په داسی بد فعل مبتلا شی ، هغه بیا هر کار او جنایت ته آماده وی.

  4. Pa madraso ke mashoomano talibabano sara jinsee tere yao haqeeqat dai.Da aghoi ustadan khpal jinsee zaroorat poora kawalo da para humdase kawee.Da mooti wahalo na mashoomano talibao sara lawatat kawal aghoi ta kha khkaree.Hum dagha halakan da khalko da koroona na wazife ratolawalo da para hum istamalawee.Hum khorma ao hum sawab.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *