تاند، شنبه، د دلوې ۱۹مه: د هلمند اوسېدونکي شکایت کوي چې له یې اوونۍ راهیسې په دغه ولاید د نوري فایبر لاین قطعه شوی او لا هم په ټول ښار کې انټرنیټي خدمات پرې دي.

ځايي خلک وايي، له دې کبله په دولتي او شخصي ادارو کې د انټرنیټ خدمات ډیر راټیټ شوي او خلک له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.

د اوسېدونکو په وینا، یوه اوونۍ کېږي چې د نوري فایبر لاین طالبانو وهلی دی خو ځايي مسوولان د انټرنیټ ستونزې ته پام نه کوي.

بلخوا د هلمند د مخابراتو رئیس حکمت نوري تاند ته وايي، دوی د انټرنیټ په برخه کې ستونزه نه لري، بلکې د کیفیت ټیټوالی یې د ناامنۍ له کبله دی چې طالبان په ځینو سیمو کې د انټرنیټ لاینونه قطع کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د بامیانو د انټرنیټ نوري فایبر شبکه هم قطعه کړې وه چې تازه له دریو میاشتو وروسته بېرته دغه ولایت له انټرنیتي خدماتو سره وصل شوی دی.

بلخوا طالبانو څه نه دي ویلي چې ولې یې ځینو ولایتونو باندې د انټرنیټ خدمتونه ځنډولې او پرې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *