د افغانستان سولې ته هیلې

هر کارتوس او هره مرمۍ چې تاسې یې د اسلام په نامه د دې وطن په زامنو، لوڼو، خویندو او ماشومانو کاروئ دا په خدای باور وکړئ چې د اسلام د دښمنانو لخوا درکول کېږي. تاسې ته چې د هرې ږيرې او هرې لونګۍ په لاس درکول کېږي خو تر شا یې د همدغه اسلام دښمنان ولاړ دي، چې تاسې یې دفاع ته را ولاړ شوي یاست.

طالبه ځان پوه کړه، امریکا دلته د لسګونه کلونو راهیسې هڅه کوله چې دلته د پښې اېښودو ځای پیدا کړي. هغوی تل غواړي، چې دغه ساحه نا آرامه او د دوی نظامي تګ او راتګ پکې محسوس نه شي او په دې سره چین او منځنۍ آسیا کنټرول کړي. طالبه ګوره هوښيار شه، چې پاکستان په سیمه کې د امريکا لوی قراردادي دی او ستاسې تمویل او ستاسې رهبري د امریکا په امر د بلک واټر کمپنۍ له لارې د پاکستان په لاس ترسره کېږي. تاسې او خدای د پاکستان د آی اس آی له مشورې یوه ورځ هم په پاکستان کې ژوند کولی شئ؟ د خدای لپاره دا خپل وروڼه مه وژنئ!!!

امیر المؤمنین صاحب، تاسې خو د مسلمانانو او مؤمنانو امیر او مشر یاست. آیا د مسلمانه مشرتابه همداسې کېږي، چې په خپلو خلکو دې ښوونځي بند کړئ، دیني مدرسه دې ورباندې بنده کړې، کاروبار دې ورباندې بند کړئ. امریکایی په کوم ځای کې ناست او تاسې به کومه ولسوالۍ او په کومه سیمه د اور لمبې بلې کړي دي!!

له کله نه چې تاسې امیر شوی ياست د هېواد په ځوانانو مو توره ورځ پیل کړې، په سلګونه زره مو یو ځل د امارت پر مهال له خاورو سره خاورې کړل. زرګونه مو د لیلی د دښتې خوراک کړل، لسګونه زره مو د ستا د امارت د سقوط پرمهال تورو خاورو ته ولېږل او دا دی دا لړۍ مو د تېرو دیارلسو کلونو راهیسې ګرمه ساتلې.

چیغې د بهرنیانو د وتلو وهې، خو ټوپک مو په حکومتي مامور پسې را اخیستی، هر څوک چې له حکومت سره کار کوې، هغه وژنئ. د خارجي څرک به هم نه لګېږي خو تاسې به هلته حکومتي ودانۍ ورانوئ، پلونه ورانوئ، سړکونه ورانوئ. ماینونه خښوئ.

د ښوونځي په نه پرېښودو سره به امریکايي ته څه تاوان ورسېږي؟. د یو ښوونځي او روغتيايي مرکز د جوړولو په مخنیوي سره به آیا د بهرنیانو زړه خوږ شي؟

سړک نه پرېږدئ، د پله او کوم بند جوړول نه پرېږدئ، دداسې پروژې فعالیتونه نه پرېږدئ، چې خیر یې یوازې یوازې او یوازې دې غریب ولس ته رسېږي او بیا وایاست چې موږ بهرنیان وباسو!!

ستاسې له شتون څخه په استفادې سره د حکومت نظام ګډوډ شوی او یو واحد سر نشته نو ټول غله، شخصي ګټې پالونکې، دښمنۍ لرونکې، مفسدین، جنګسالاران، ټوپکسالاران او د افغانستان دښمنان ټول خپلې حملې کوي او په دې ولس یې ناتار جوړ کړی. د چا غلا کېږي، د چا په کور او ناموس تجاوز کېږي، د افغانستان ملي شتمنۍ لوټېږي… آخر دا وضیعت مو نه ځوروي.

که ریښتیا هم ستاسې مطلب د بهرنیانو وتل وی، د هغوی بانه خو په افغانستان کې جنګ دی، او د جنګ سوال او بانه خو تاسې را منځ ته کړې. تاسې باید په سولې سره دا بانه له منځه یوسئ.

له یوې خوا تاسې خپلو خلکو ته اړم یاست ټولنیز او اقتصادي ژوند مو ور تبا کړ. سلګونه زره ماشومان مو بې سواده را لوی کړل. په خلکو کې مو فقر او بېوزلي تر اسمانه ورسوله. له بلې خو د ددې نور دښمنان لګیا دي له ښارونو یې وباسي، له نظام څخه یې په ایستلوته لګيا دي. له اقتصادي فرصتونو یې محروموي او له علم او زده کړې څخه بې برخې کوئ!!

طالبه ته پوهه شه، چې ددې خاورې دښمنان ستا په لاس ددې هېواد تبا کول غواړي، په دې خاوره کې تر ډېره په خپله د یو قوم له منځه وړل غواړي او په تېرو دیارلسو کلونو کې تاسې همدا کار په ډېر بې زړه سوي سره وکړ خو افسوس چې لږ مو فکر کړی وای!!

طالبه ځان پوهه کړه، چې ستا جګړه یوازې او یوازې زموږ په مظلوم هېواد کې د امریکا او بهرنیانو بقا تضمینوي نه وتل. هیله ده چې که له خپل وطن، دین او مظلوم ولس لپاره په زړه کې یوه ذره ترحم هم لرئ نور له جګړې لاس واخلئ.

3 thoughts on “طالبانو لږ ځانونه پوه کړئ/ محمدهلال سمسور”
  1. ګران ورور سمسور صاحب ډیر ښه مضمون دلیکلی دی خو دریغا چی دغه خلک لږ په اوسنی وضعیت او سیاست پوهیدلی ددوی په نامه جهاد د پښتنو د ورکی لپاره دی ځکه دا هغه طبقه ده چی په هغه لوښی کښی چی ډوډی خوری هماغه ناولی کوی. خدای د وکړی چی د غلامی له ځینځیر ځان خلاص کړی. ددوی په واسطه د خلکو وژل د کافرانو د شتون لپاره یوه بهانه او پروژه ده دوی د همدغه امریکایانو د پروژو تطبیق کوونکی دی الله د دوی او موږ ټولو ته هدایت د نیکی وکړی خو زه فکر نکړم چی دوی داصلاح شی ځکه همدوی د قرآن پروا نلری او د جهاد په نامه یی د خلکو بچی فقر او ګدایی ته اړ کړل.

  2. ورورہ ستاسی مشورے پرجای دی.خوقضاوت مونیمگری دہ.اوبلہ خبرہ دادہ.چی طالبان دتاندھری لیکنے تہ ددشمنی پہ سترگہ گوری.زکہ چی تاند یوطرفہ اودیرغل مدافع پانہ دہ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *