تاند- د چارواکو او شاهدانو په وینا وسله والو طالبانو د کابل- کندهار په لویه لار اته مسافر له موټرو کښته کړي او وروسته په بې رحمۍ وژلي دي.
د راپورونو له مخې طالبانو د سپرلیو موټر ته د ملي اردو د عسکرو په جامه کې ننوتي، مسافرو ته یې ویلي چې که څوک په دولت کې کار کوي له موټره دې کښته شي ځکه چې وړاندې طالبانو لار نیولې ده.
د غزني د والي مرستیال وویل چې د دغو اتو سپرلیو مړي یې نن په مقر ولسوالۍ کې موندلي دي.
مرستیال والي محمد علي احمدي خبریالانو ته وویل چې د طالبانو له لوري دا اته تنه د اختر په ورځو برمته شوي ول.
د محمد علي په وینا دا کسان، چې مړي یې نن وموندل شول، د طالبانو له لوري له تښتول کېدو وروسته سخت وهل شوي، شکنجه شوي او بیا په خورا بې رحمۍ وژل شوي دي.
د محمد علي په وینا وژل شوي کسان غالباً د دولت عادي ټیټ رتبه مامورین یا عام خلک دي خو یوازې یو تن یې د لغمان ولایت د ملي امنیت کارکوونکی و.
د غزني د والي مرستیال وايي چې وسله وال طالبان د زابل او کندهار ترمنځ په ناامنه سیمه کې د تلاشۍ جعلي پوسته جوړوي او عام خلک له موټرو کښته کوي.
په بامیان کې یو نیم زر کیلو چاودېدونکي مواد وموندل شول
د افغانستان ملي پولیسو د بامیان په دخولي دروازه کې په یوه موټر کې یو نیم ټن چاودېدونکي مواد وموندل او د موټر چلوونکی یې ونیوه.
د بامیان امنیه قومندان جنرال عبدالرزاق علي خاني وویل، په فلاینګ کوچ ډوله موټر کې، چې له دایکنډي ولایت څخه بامیان ته روان و، ټولټال ۱۳۴۸ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد کشف شول. د ده په وینا ممکن دا چاودېدونکي مواد په بامیان کې کارول شوي وای.
په تېرو دوولس کلونو کې په بامیان کې کومه چاودنه یا ځانوژونکې حمله نه ده شوې.
په کندهار کې لږترلږه ۵ تنو ته مرګ ژوبله
د خامه پریس خبري اژانس د راپور له مخې د کندهار د پولیسو ویندوی وايي چې چاودنه په یوه قبر کې هغه مهال وشوه چې یو قومي مشر له خپلوانو سره د خپلې مور قبر ته د دعا لپاره لاړ.
د کندهار د پولیسو د قومندانۍ ویندوی غورځنګ اپریدي وویل چې په دې پېښه کې د یوه قومي مشر په شمول لږترلږه دوه تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي خو وېره ده چې د تلفاتو شمېر زیات وي.
د اختر په لومړۍ ورځ د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۶ ماشومان او ښځې ووژل شوې.