تاند، چهار شنبه، د اسد ۱۶مه: د پکتیا ولایتي شورا وايي، طالبانو پرون د دې ولایت میرزکه ولسوالۍ کې له موټر څخه ۷ افغان امنیتي سرتېري ښکته کړي او وژلي یې دی.

د پکتیا د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک ځاځی وايي، دغه سرتېري د اختر د معاش اخیستلو لپاره بانک ته روان وو چې په لاره کې طالبان پرې راوتلي او ټول یې ځای پر ځای وژلي دي.
خو د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند سردارولي تبسم بیا دا خبر نه مني او وايي، طالبانو پرون دغه ولسوالۍ کې څلور ملکیان له موټر څخه ښکته کړي او څو ساعته وروسته یې خوشې کړي دي.
بلخوا طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې طالبان د اختر به شپو ورځو کې اکثریت مهال امنیتي او دولتي کسان له موټر څخه ښکته کوي او یا یې وژني یا یې هم له ځان سره بندیان کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *