تاند، جمعه، د حمل ۲۹ مه: طالبان وايي د لغمان په الینګار کې یې نن د جمعې په ماسپښین ۲۰ نور افغان سرتېري هم خوشي کړي دي.
طااب ویاند ذبیح الله مجاهد تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، نن يوځل بیا د دوی لخوا ۲۰ عسکر او پولیس د لغمان مرکز مهترلام اړوند د سلطان غازي بابا له دروازی سره خلاص شول او هریوه تن ته جامې او ۵۰۰۰ افغانۍ د لارې کرایه ورکړل شوه.
طالبان وایي، چې دغه کسان یې سره صلیب ته سپارلي دي.
بلخوا د لغمان والي آصف ننګ په خپل فیسبوک د دغو بندیانو خوشې کېدل تایید کړي دي او وایي، نن او پرون د طالبانو او د افغانستان د حکومتي پلاوی په وساطت د ځانګړې تفاهم له مخې لغمان کې څلویښت (۴۰) تنه د لغمان مربوط بندیان د طالبانو لخوا راخوشې شول.
حکومتي چارواکي وايي د خوشې شويو کسانو د هویت معلومولو په اړه تحقیقات کوي او دا به هم معلوموي چې د دغه کسان سرتیري وو که نه وو.
څو ورځې مخکې طالبانو ادعا وکړه چې په کندهار کې یې هم یو شمېر افغان عسکر خوشي کړي خو هلته امنیه قومندان وویل، طالبانو نظامیان نه بلکې ملکیان خوشې کړي دي.
د امریکا-طالبانو په تړون کې د افغان حکومت په زندانونو کې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د پرېښودو خبره شوې ده. دا تړون د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ وشو.
طالبان وايي چې د دغو بندیانو له خوشې کېدو وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلوي چې د افغانستان روانې جګړې ته په کې د حل لاره ولټول شي.