تاند- افغان طالبانو نن /چهارشنبه/ د خپل مشر اختر محمد منصور وژل کېدا تایید کړه او د هغه ځایناستی یې اعلان کړ.
د طالبانو له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملا هبت الله اخوندزاده د طالبانو نوی مشر غوره شوی دی.
د منصور د مرګ په اړه د قاري یوسف احمدي له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي«نوموړی د زمان او مکان له ټولو سختو او امتحاني شرایطو سره سره نه خو د نړیوال طاغوت مکررو غوښتنو او ګواښونو ته تسلیم شو، نه یي د چا د تحمیلي او تزویري پروسو پیشنهادونه ومنل، نه له ګواښونو وویرید او نه یي هم داخلي او خارجي توطیو، دسیسو او فشارونو عزم متزلزل کړ.»
هبت الله د ملا منصور مرستیال و.
هیبت الله ته وروسته له دې د مشرۍ لاره هواره شوه چې پرون د ملا عمر زوی ملا یعقوب او د حقاني زوی سراج الدین حقاني له مشرتابه انکار وکړ.

د طالبانو د واکمنۍ د نهي عن المنکر د ادارې مشر مولوي قلم الدین د روانې اوونۍ په پیل کې اټکل کړی و چې د منصور ځای به ملا هبت الله ډک کړي. د ده په باور هبت الله ډېر سختدریځی نه دی«مولوي هبت الله معقول سړی دی، دیني علوم یې تدریس کړي، افراطي نه دی ځکه فکر کوم چې د سولې په اړه به منفي نظر ونه لري.»
ویل کېږي چې ممکن هبت الله د طالبانو سره وېشل شوې ډلې هم یوځای کړي. تېر کال د ده په هڅو ملا عبدالقیوم ذاکر، چې د منصور مشري یې نه منله، پخلا شو.
هبت الله د طالبانو په تحریک کې نوی او ځوان غړی نه دی بلکې د طالبانو یو پخوانی غړی دی او د عمر په لحاظ تر ملا عمر هم مشر دی.
هبت الله د کندهار اوسېدونکی او په خټه نورزی دی.
ده د طالبانو د عدلي چارو مشري هم کړې ده.
نوموړی د کوټې د شورا یو زیات فعال غړی ګڼل کېږي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې هیبت الله به دوه مرستیالان ولري.
سراج الدین حقاني او د ملا عمر زوی ملا یعقوب د طالبانو د مشر مرستیالان ټاکل شوي دي.
امریکايي سرچینې وايي چې د طالبانو د جګړې اصلي قومانده اوس د سراج الدین حقاني په لاس کې ده چې په وزیرستان کې اوسي او له آی ایس آی سره نژدې دی.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې له مسلمانانو غوښتي چې د منصور د وژل کېدو په مناسبت ۳ ورځې ماتم وکړي.
د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې منصور د پاکستان د بلوچستان ایالت په نوشکي کې وژل شوی دی خو د افغانستان استخباراتو مخکې ویلي و چې منصور دالبندین ښارګوټې ته نژدې وژل شوی دی. دواړه سیمې په بلوچستان کې دي. دالبندین د ایران پولې ته نژدې دی.
پاکستاني رسنیو ویلي چې منصور له ایران څخه کوټې ته روان و چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې وویشت.
پاکستاني رسنیو د ده د پاکستاني پاسپورت، په پاسپورت کې د ایران او اماراتو د وېزو عکسونه او همداراز د شناختي کارد عکسونه خپاره کړي دي.
له دغو عکسونو ښکاري چې منصور په ځلونو د کراچۍ او کوټې له هوايي ډګرونو دوبۍ او ایران ته سفرونه کړي او لږترلږه دوه ځلي د مځکې له لارې ایران ته تللی دی. خو د طالبانو ویندوی په خپله خبرپاڼه کې منصور ته منسوب پاسپورټ او شناختي کارد تایید یا رد کړی نه دی.